د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

ایا افغان ځواکونه له امریکايي او ناټو ځواکونو پرته د طالبانو مخه نیولی شي؟


د ناټو په مشرۍ یو سرتېری د افغان سرتېرو د روزلو پر مهال
د ناټو په مشرۍ یو سرتېری د افغان سرتېرو د روزلو پر مهال

د امریکا ځیني استخباراتي چارواکي او پالېسي جوړوونکي اندېښمن دي چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به افغان ځواکونه د طالب تُندلارو مخه ونه‌شي نیولی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې، په دې راپور کې د امریکا د ځینو استخباراتي چارواکو، پالېسي جوړوونکو او معتبرو راپورونو په اساس دې ته کتنه کړې چې ایا افغان ځواکونه به له بهرنیو عسکرو پرته په جنګ برلاسي وي که څنګه؟

په افغانستان کې تر ۲۰ کلن قوي پوځي حضور وروسته له دغه جنګ ځپلي هېواده د وروستیو دوه‌نیم زرو امریکایي سرتېرو وتلو د امریکا ځیني استخباراتي چارواکي او پالېسي جوړوونکي اندېښمن کړي چې ښایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې د طالبانو په وړاندې تاب رانه‌وړي.

دا یوازې امریکايي ځواکونه نه‌دي چې افغانستان پرېږدي. لږ وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۴مه د خپلو عسکرو د ایستلو پلان اعلان کړ، ناټو هم تأیید کړه چې د واشنګټن مهالوېش به تعقیبوي او د سپټمبر تر ۱۱مې به خپل پاتې اووه زره غیر امریکایي عسکر له افغانستان وباسي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۴مه د خپلو عسکرو د ایستلو پلان د اعلان پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۴مه د خپلو عسکرو د ایستلو پلان د اعلان پر مهال

که څه هم افغان ځواکونه له ۲۰۱۴ کال راهیسې امنیتي چارې په خپله سمبالوي، خو د لوجستیک، نږدې هوايي ملاتړ او د مهمو وسایلو د ترمیم په برخه کې ډېره اتکا پر امریکايي پوځیانو او د دوی په قراردادیانو کوي.

د امریکا یو وروستی استخباراتي راپور چې په‌کې د کلنیو ګواښونو وړاندوینه شوې او د بایډن تر اعلان لږ مخکې سنا جرګې ته وړاندې شو خبرداری ورکړی چې راتلونکی کال هم د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې د یوه تړون هیلې کم‌رنګې ښکاري.

دا راپور اټکل کوي چې طالبان به د جنګ په ډګر کې پرمختګ وکړي او افغان پوځیان به د ائتلافي ځواکونو د ملاتړ د نشتوالي په صورت کې د طالبانو په مخنیوي کې ستونزې ولري.

سنا جرګې ته د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې اوریل هاینز د کلنیو ګواښونو په وړاندې شوي راپور کې راغلي چې "کابل به د جګړې په ډګر کې له شاتګونو سره مخ وي او طالبان ډاډمن دي چې پوځي بریا خپلولی شي".

راپور کې زیاته شوې چې " افغان ځواکونه د لویو ښارونو او حکومتي اډو خوندي کولو ته دوام ورکوي، خو په دفاع کې له سختۍ سره مخ دي او د هغو سیمو د بیا نیولو او هلته په بیا حضور کې له ستونزو سره مخ شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې پرېښودل شوي دي".

د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې اوریل هاینز
د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې اوریل هاینز

اخوا بیا د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ډاډ ښودلی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او هېواد د دفاع پوره وړتیا لري او له ډېر وخت‌یې دا کار کړی دی.

ښاغلي غني د همدې اوونۍ په لومړیو کې (د اپرېل ۱۸مه) هم ټینګار وکړ چې افغان پوځیان په خپله امنیتي چارې په ښه توګه مخته وړي.

ښاغلي غني ویلي: "خاصو قواوو، کمانډو او هوایي قطعاتو ته وګورئ. دې داستان ته یو وارې بیا وګورئ. ۲۰ کاله مخکې، ۹۹ فیصده اجراآت او عملیات د بین‌المللي قواوو له‌خوا کېدل. شپږ کاله مخکې چې زه ولسمشر شوم، لومړی برید په دانګام باندې وشو، یوه اوونۍ په‌کار وه چې لوی درستیز صاحب، د ملي امنیت مشاور، ټول، دانګام ته یو پلان جوړ کړي. اوس هره ورځ، له ۱۰۰ تر ۵۰ عملیات ستاسې د خاصو قطعاتو او هوایي اتلانو له‌خوا کېږي."

په عین حال کې د امریکا د سولې انسټټیوټ (یو اېس ای پي) ګواښ کوي چې د دولت د سقوط او د تازه جګړې د پیل خطر ډېر زیات دی. د دې انسټټیوټ د افغانستان د مطالعاتو ګروپ په راپور کې ویلي چې "د عسکرو ایستل به نه‌یوازې امریکا لا زیانمنونکې کوي، بلکې په افغانستان او سیمه به داسې بدې اغېزې ولري چې د هېڅ یوه اصلي لوبغاړي په ګټه به هم نه‌وي."

د امریکا د سولې انسټټیوټ (یو اېس ای پي) د فغانستان د مطالعاتو ګروپ راپور دلته ولولئ

د امریکا ولسمشر جو بایډن ټینګار کوي چې واشنګټن به له یوه واټنه د ترهګرۍ ضد هڅو ته دوام ورکړي څو د دې مخه ونیسي چې افغانستان بیا پر امریکا او ګټو یې د ترهګریزو بریدونو په اډې وانه‌وړي.

هغه د دې یادونه هم کړې چې افغان حکومت څه باندې درې لکه دفاعي او امنیتي ځواکونه لري. ګڼ هغه دي چې د امریکا او ناټو ځواکونو له‌خوا په تېرو ۲۰ کلونو کې روزل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې سیګار د معلوماتو له مخې ۱۸۷ زره عسکر په ملي دفاع وزارت پورې تړلي دي او ۱۱۸ زره هم پولیس دي چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رهبري کېږي.

د سیګار راپور دلته ولولئ

د امریکا متحده ایالاتو له کلونو راهیسې د افغان ځواکونو د وسایلو او تجهیزاتو تمویل کړی څو دا پوځیان په جګړو کې ښه وړتیا ترلاسه کړي.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت د ۲۰۲۰ کال په پای کې له امریکا نه ټول‌ټال ۱۳۸۳ هاموې زغروال ګاډي، ۵۵ جنګي موټر، ۱۰ بلک هاک هلیکوپټرې او «څلور-۲۹» جنګي الوتکې د نږدې هوايي ملاتړ لپاره ترلاسه کړل.

د افغانستان لپاره د امریکا د ګډ لېږدیز امنیتي قوماندانۍ مشر ډګر جنرال جان دیدریک وايي "د افغانستان د دوامداره ثبات او امنیت لپاره د افغان امنیتي ځواکونو حفظ حیاتي ارزښت لري".

د امریکا دفاع وزیر او د افغانستان لپاره د امریکا د ګډ لېږدیز امنیتي قوماندانۍ مشر ډګر جنرال جان دیدریک
د امریکا دفاع وزیر او د افغانستان لپاره د امریکا د ګډ لېږدیز امنیتي قوماندانۍ مشر ډګر جنرال جان دیدریک
  • نیوکې کېږي چې هر څه یوازې د کاغذ پر مخ ښه ښکاري په واقعیت کې کیسه بل ډول ده

د امنیتي چارو شنونکي او د افغانستان په شمال کې د امریکا د خاصو ځواکونو یو پخواني سلاکار تېډ کالاهان ازادي راډیو ته وویل څه چې د کاغذ پر مخ لیکل کېږي تر واقعیت ډېر توپیر لري.

هغه وايي "کله چې د کاغذ پر مخ څه لیکل کېږي معمولاً مثبت وي، خو کله چې ورشئ او ویې‌ګورئ هېڅ هم نه‌شته."

ښاغلی کالاهان زیاتوي: "د ځمکني لوجستیک په لحاظ توکي ټاکلي ځای ته چې باید وي، نه‌رسېږي. ځواکونه تل ناسم تمویل شوي که چېرته کوم وخت تمویل شوي هم وي. دا د کمزوري لوجستیک او په سیستماتیک فساد په خاطر دي."

کالاهان د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې تر نیوکو ورهاخوا چې دی معتقد دی د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته خپل وسایل نه‌شي ترمیمولی او ساتلی د افغان ځواکونو په جنګي ارادې او هوډ هم شک څرګندوي.

دی وايي طالبان ښايي د ځینو ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره لا پسې هڅې زیاتې کړي. د بېلګې په توګه دی ترینکوټ یادوي چې شاوخوا یې طالبانو نیولې، یا هم هلمند چې تېر کال سختې جګړې پرې وشوې یا په شمال کې کندز چې وار له مخه‌یې په ګاونډیو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی.

ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي د غزني ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت په واغز کې د ګزمې پر مهال
ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي د غزني ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت په واغز کې د ګزمې پر مهال

کالاهان وايي: "له هر پلوه افغان ځواکونه د طالبانو په مقایسه لوړې جنګي وړتیاوې لري. د الوتکو له پلوه، د درنو او سپکو وسلو، توپونو او د عسکرو له پلوه. د ځواکونو د مقایسې په لحاظ هېڅ دلیل نه‌شته چې ولې دوی د طالبانو مخه ونه‌نیوله، خو تاریخ ښودلې هغه اراده، هوډ او ډسپلین چې طالبان لري دوی په‌کې شاته پاتې دي. نو دا عوامل طالبان برلاسي کوي. د پوځي زور له اړخه دوی (افغان ځواکونه) په ملي کچه باید د طالبانو مخه ونیولای شي، خو ښايي په دې کار بریالي نه‌شي."

د امنیتي شنونکي کالاهان دا نیوکه مخکې هم د ځینو خلکو له لوري پر افغان ځواکونو شوې، خو د افغان حکومت مشران بیا ډاډ ښيي چې پوځیان د دوی په خبره د هېواد د دفاع لپاره لوړ مورال او غښتلې اراده لري.

دا خبره څه وخت مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب کړې وه او افغان ولسمشر هم دا اوونۍ تکرار کړه چې که طالبان سوله کوي مخته دې شي او که جنګ کوي د ده په خبره "دا ګز او دا میدان".

ښاغلي محب ویلي و جنګ افغان پوځیان کوي او یوازې د بهرنیو مرستو ته اړتیا لري چې د هغو ډاډ هم ورکړل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب افغان ځواکونو ته د وینا پر مهال
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب افغان ځواکونو ته د وینا پر مهال

افغان ولسمشر هم تازه په خپله د دغو مرستو د دوام د ډاډ د ترلاسه کولو خبره یاده کړه: "له امریکا او ناټو سره زموږ دوه اړخیز امنیتي تړون په خپل ځای دی. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز او ان‌شاءالله تعلیم به په بهرنیو هېوادونو کې دوام ولري. د امریکا محترم جمهور رئیس او د ناټو سازمان سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوی ټولو ماته اطمینان راکړ چې په دې وخت کې تاسو د تمویل تشویش مه‌لرئ، د تجهیز او روزنې په برخه کې اساسي اقدامات تر لاس لاندې دي."

د افغان پوځ په لیکو کې د بې‌همغږیو، ناسم تمویل او د چارواکو ترمنځ د سیستماتیک فساد تر پراخو نیوکو ورهاخوا بیا د افغانستان ځانګړي ځواکونه که د اردو کمانډو پوځیان دي یا د پولیسو خاصه قطعه او ځیني نور ځانګړي عسکر ښه ارزول کېږي.

د دغو پوځیانو شمېر له ۲۰ زرو تر ۳۰ زرو ښودل شوی چې خاصو قطعاتو، ځانګړو عملیاتو قول اردو، ځانګړو پولیسو قطعه او نورو ارګانونو کې ځای شوي.

امنیتي شنونکی ټېډ کالاهان وايي دا پوځیان نه‌یوازې دا چې ډېره وړتیا لري، بلکې د هغو کلیوالي یا ښاري سیمو په بیا نیولو کې ډېره کارېږي چې د طالبانو له‌خوا نیول شوي وي.

د افغانستان ځانګړي ځواکونه
د افغانستان ځانګړي ځواکونه

د کالاهان په خبره دا پوځیان جلا سوق او اداره یا قوماندې لري.

دا لوړپوړی امریکايي شنونکی بیا دا نیوکه لري چې کمانډو ځواکونه سره له دې چې سیمې نیسي، خو دمه نه‌ورکول کېږي. د بېلګې په توګه کندز یادوي چې په‌کې افغان کمانډو ځواکونه څو اوونۍ تم و او څوک‌یې پر ځای نه‌استول کېدل. د ده په خبره کمانډویان هلته په وړو عملیاتونو بوخت و چې دا په خپله د فعالیت مخه ډبوي او د هغوی وړتیاوې کموي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې دا راپور ران سنوویتز لیکلی چې د ازادي راډیو خبریال مصطفی سرور ورسره همکاري کړې او اوسنۍ پښتو بڼه‌یې له زیاتوونو سره صفي‌الله ستانکزي ترتیب کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG