د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

اشرف غني: د ټولو بهرنیو عسکرو د وتو اعلان د لوبې بدلون دی او له وړاندې ورته چمتو و


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهور رئیس محمد اشرف غني له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتو اعلان د لوبې بدلون بولي او وايي، دا هغه څه و چې طالبانو او نورو یې فکر نه‌کاوه، خو ده‌یې له وړاندې محاسبه کړې وه او له دوو کلونو وړاندې یې ورته بشپړ چمتووالی نیولی و.

ښاغلي غني د سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون له فرید زکریا سره مرکه کې د امریکايي او ناټو عسکرو وتل یو فرصت بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې د اسیا زړه کې له ارامۍ او ورانۍ څخه یو وټاکي.

جمهور رئیس غني دا ډاډ هم ورکړ چې د بهرنیو عسکرو په وتو سره به د افغانستان نظام له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نه‌شي. هغه وویل، افغان ځواکونه په ځانګړي ډول کمانډویان او هوايي ځواک د جمهوریت د ملا د تیر حیثیت لري او کولای شي له خپل نظام ساتنه وکړي.

جمهور رئیس غني یو ځل بیا روان وضعیت د طالبانو او پاکستان لپاره د انتخاب شېبه وبلله.

ښاغلی غني زیاتوي: "اوس د بیا ځلي محاسبې وخت دی. زموږ لپاره دا یو فرصت دی، خو د طالبانو او پاکستان لپاره د انتخاب شېبه چې د اسیا زړه کې د ارامۍ او اوربند لپاره د یوه نړیوال باورمند شریک او که د ګډوډوونکي په توګه رول لوبوي. د طالبانو هغه پلمه چې په افغانستان کې بهرني عسکر شته، پای ته رسېدلې، دا جګړه نور دیني مشروعیت نه‌لري او یو سیاسي جوړجاړی اړین دی. اوس توپ د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په میدان کې دی."

په افغانستان کې له مېشت امریکايي پوځیانو سره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان لیدنه
په افغانستان کې له مېشت امریکايي پوځیانو سره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان لیدنه

جمهور رئیس غني یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک په لېږد د ټینګار ترڅنګ له سیاسي لارې د روانې شخړې د حل خبره وکړه: "هغه څه چې زه‌یې د دوی لپاره خوښوم دا دي چې د اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي چې له مخې یې سیاسي ملي سیستم جوړېږي چې دوی ته د دولت، ټولنې او اقتصاد کې د ادغام لار پرانیزي. موږ به د یوې لنډې مودې لپاره د سولې حکومت جوړ کړو چې وروسته ټاکنو ته لار خلاصوي. دا ټاکنې به د نړیوالو تر څارنې لاندې کېږي. موږ د تېرو ۴۰ کلونو په ځانګړي ډول د تېرو ۲۰ کلونو شخړو د حل لپاره یوې هوکړې ته اړتیا لرو او د سولې هر ډول توافق باید زموږ تاریخي لویې جرګه کې تأیید شي."

جمهور رئیس غني داسې مهال له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، سولې ته د رسېدو یو فرصت بولي چې د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وايي، د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته، د دې هېواد د راتلونکي په اړه هېڅ تضمین نه‌شته.

خو دی ټینګار کوي چې متحده ایالات به هغو ګواښونو ته پام کوي چې سرچینه‌یې په افغانستان کې وي.

ښاغلی سولیوان وايي: "دا یو لوی توپیر دی، زما په اند، موږ کولای شو چې داسې سناریو جوړه کړو چې له مخې یې وشو کولای له دې هېواد ساتنه وکړو، بې له دې چې د د درېیمې لسیزې لپاره په دې هېواد کې په جګړه کې ښکېل پاتې شوو."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار فاکس نیوز سره مرکه کې هم ویلي چې جمهور رئیس بایډن افغانستان ته د عسکرو د بیا لېږلو هېڅ نیت نه‌لري.

د امریکا د جمهور رئیس د تازه پرېکړې له مخې تمه ده چې د امریکا او ناټو ټول عسکر د روان کال د مې میاشتې له پیل د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستان ووځي.

هغه څه چې طالبان‌یې د دوحې له هوکړې سرغړونه بولي وايي، د هوکړې له مخې باید ټول بهرني ځواکونه په مې میاشت کې افغانستان پرېږدي.

XS
SM
MD
LG