د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

له افغانستانه د ځواکونو وتل؛ د بایډن د پرېکړې پر ۳ ټکو د واشنګټن پوسټ تبصره


ولسمشر بایډن
ولسمشر بایډن
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ په یوه لیکنه کې چې سرلیک یې دی'دا ناسمه ده چې له افغانستانه ځواکونه باسو، خو تاوان حداقل ته رسول کېدای شي."

ورځپاڼې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د ولسمشر بایډن د پرېکړې لپاره د درېيو ټکو یادونه کړې، یو دا چې امریکا په خپل هېواد کې دننه او بهر نور لومړیتوبونه لري چې تر ټولو مهم یې له چین سره ترینګلې اړیکې دي او له دې کبله ډېره منطقي نه ښکاري چې په یوه بل هېواد کې تر نامعلومې مودې پورې پوځیان وساتي او هغه هم په داسې حال کې چې ترورېزم نړیواله پدیده ده؛ او بل هیڅ باور نه شته چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې لپاره شرطونه عملي شي.

د ورځپاڼې پر اساس، لومړۍ دوې ملاحظې د قناعت وړ نه دي، حقیقت دا دی چې د امریکا متحد ایالاتونه یو شمېر لومړیتوبونه لري چې هغه د پاتې ۲۵۰۰ ځواکونو له ایستلو پرته ترلاسه کولی شي او دا هم حقیقت دی چې افغانستان یوازینی ځای دی چې تروریستان په کې روزل کېدای او د امریکا پر ګټو حملې کولی شي.

د ورځپاڼې په باور په ډېرو ځایونو کې چې ان دولت هم نه شته د جګړو مخه نیول شوې خو په افغانستان کې د ګاونډي پاکستان ملاتړ سبب شوی چې جګړه دوام وکړي.

ورځپاڼې د افغانستان د مطالعاتي ډلې هغه راپور ته اشاره کړې چې سږکال یې کانګرس ته وړاندې کړ.

په دې راپور کې شنونکو ویلي چې القاعده او اسلامي دولت یا داعش او نورې ډلې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، بیا منظم کېدای او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د ۱۸ او ۳۶ میاشتو په منځ کې د امریکا په خاوره کې ګواښ پېښولی شي.

  • وال ستریټ ژورنال

خو وال ستریټ ژورنال بیا لیکلي چې اوس امریکا ته تر افغانستان نور تروریستي مرکزونه نژدې شته او له دې کبله په دې مبارزه کې افغانستان لومړیتوب نه لري.

ورځپاڼه وايي، په ۲۰۰۱ میلادي کال په امریکا کې له تروریستي حملو وروسته امریکا افغانستان ته ځواکونه ولېږل او هلته یې نړیوالې تروریستي ډلې وځپلې، وروسته تروریستي ډلو په منځني ختیځ، د اسیا په نورو برخو او افریقا کې ځالې جوړې کړې.

د دوی نوي مرکزونه د لوېدیځ ګټو ته په ځلونو نژدې دي. د سمندر اوبه او بېړۍ په وچه کې د ایسار افغانستان پرتله دوی ته په ځلونو کار اسانه کوي چې د لوېدیځ پر ګټو بریدونه وکړي.

خو دا ورځپاڼه په عین حال کې وايي چې افغانستان کې د اوس لپاره د خطر د کموالي معنا دا نه ده چې د دغه هېواد له لوري لوېدیځ ته د ترورېزم خطر د تل لپاره ختم شوی دی بلکې د سېپټمبر په ۱۱مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته دا هېواد بیا د ترهګرو پر مرکز بدلېدای شي.

XS
SM
MD
LG