د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو په اړه د جنرال مک‌کنزي اندېښنه


په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي
په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي دې ته اندېښنه لري چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه تر خپل کنټرول لاندې سیمو د ساتلو وړتیا ونه‌لري.

جنرال مک‌کنزي پرون د اپرېل په ۲۲مه د سنا د پوځي خدماتو کمېټې غړو ته په څرګندونو کې وویل: "زما اندېښنه دا ده چې افغان ځواکونه به د نړیوالو ځواکونو له هغه ملاتړ وروسته چې له کلونو راهیسې درلود، د خپل کنټرول لاندې سیمو د ساتلو وړتیا ولري. د استخباراتي، جنګي او داسې نور ملاتړ له کبله دغو ځواکونو د طالبانو په پرتله لوړ لاس درلود چې دا ټول به قطع شي."

جنرال کېنت مک‌کنزي ویلي چې دوی ان په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت د ساتنې په برخه کې د افغان حکومت پر وړتیا اندېښمن دي او افغان پوځ د امریکا له مرستو پرته "سقوط" کولای شي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د جنرال مک‌کنزي د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، اوس تر بل هر وخت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هر اړخه پیاوړي دي او د خپل د هېواد ساتنه او دفاع کولای شي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

ښاغلي امان د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۳» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې وویل، افغان پوځ په تېرو درېیو کلونو کې دا ثابته کړې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه وروسته هم پرې تکیه کېدای شي.

‎ده وویل: "زموږ ځواکونه هم د کیفیت او هم د کمیت له اړخه دا مهال په داسې یو ځای کې دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هم په سمه او خپلواکه توګه له افغانستان نه ساتنه او دفاع وکړي، نو په دې اړه باید هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اندېښنه موجوده نه‌وي، همدارنګه د افغانستان خلک هم پر خپلو ځواکونو پوره باور لري."

‎ښاغلی امان وایي اوس ‌‌‌‌‌‌ډېری پوځي عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په خپلواک ‌‌‌‌‌‌ډول طرحه او ترسره کوي.

دغه‌راز پنجشنبه افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني په کندهار کې د یو روغتون د پرانیستې پر مهال وویل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دې خلک اندېښنه نه‌کوي.

‎د جمهور رئیس په خبره که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو د افغان حکومت سره‌یې امنیتي تړونونه د درېیو نورو کلونو لپاره په خپل ځای پاته دي او د افغان ځواکونو په تجهیز او اکمال کې کوم خنډ نه‌رامنځته کېږي.‎

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

بل‌خوا یو شمېر امنیتي پوځي کارپوهان په دې باور دي چې که افغان پوځ سره د بهرنیو مرستې بندې شي دا پوځ به له ستونزو سره مخ شي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې یې عمر ساپی وايي: "که چېرې د دوی (امریکا) اصلي ملاتړ له اردو سره وي، زه فکر نه‌کوم چې اردو به په اسانۍ ناکامه شي، له اصلي ملاتړ نه زما هدف دا دی، که دوی افغان ځواکونو ته د ورځې مطابق د جګړې تحمیل له مخې مهمات، تجهیزات او وسلې ورسېږي، بیا نو فکر نه‌کوم چې اردو سقوط وکړي."

خو تازه اسوشیټډ پرس خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د یو چارواکي په حواله خبر ورکړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو سرتېري د مې میاشتې پر مهال د وتلو لپاره د چمتووالي په درشل کې له خپلو ځایي خدماتو وړاندې کوونکو سره د تجهیزاتو د لېږد لپاره د الوتنو قراردادونه هم پیل کړي دي.

‎که څه هم دغه امریکایي چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط خبرې کړي، خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګېت ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په دې اړه پوښتنه کې دومره لیکلي چې دوی پر همدې خبر په شته نظر بسنه کوي.

‎په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پلان په اړه هم د امریکا د سنا غړو ته معلومات ورکړل.

جنرال مک‌کنزي په سنا کې د څرګندونو پر مهال وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د خوندي وتلو لپاره پر پلان دقیق کار شوی او د طالبانو د احتمالي حملو د مخنیوي لپاره هم لازم تدابیر نیول شوي دي.

جنرال مک‌کنزي پرون د اپرېل په ۲۲مه د سنا د پوځي خدماتو کمېټې غړو ته په څرګندونو کې که څه هم د ځانګړو مسایلو په اړه د بندو دروازو شا ته د خبرو غوښتنه وکړه، خو په عمومي توګه‌یې په خوندي ډول د غوڅ ملاتړ مأموریت د پای ته رسولو ډاډ ورکړ.

جنرال مک‌کنزي زیاتوي: "موږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ کې پلان جوړوو او ټول لازم تدابیر به ونیسو څو د خپلو او د خپلو شریکانو د ټولو ځواکونو خوندي او منظم وتل یقیني کړو. په دې تدابیرو کې د پام وړ محاربوي قوت ځای پر ځای کول هم شامل دي څو که چېرته طالبان احتمالاً په دې یا هغه بڼه د ځواکونو د وتلو په بهیر کې د مداخلې پرېکړه وکړي، موږ خوندي کړي."

ارشیف، جنرال کېنت مک‌کنزي په افغانستان کې له مېشت یو شمېر امریکايي پوځیانو سره د لیدو پر مهال
ارشیف، جنرال کېنت مک‌کنزي په افغانستان کې له مېشت یو شمېر امریکايي پوځیانو سره د لیدو پر مهال

خو جنرال مک‌کنزي زیاته کړه چې د امریکا پوځ به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د تندلارو ډلو پر فعالیتونو پرله‌پسې څار ته دوام ورکړي: "موږ له دې وروسته پر دې پلان کار کوو چې د ترورېزم پر ضد دوامدار عملیات دننه له سیمې څخه ترسره کړو څو دا یقین ترلاسه کړو چې هغه افراطي ډلې چې غواړي په افغانستان کې د خپلې بقا لپاره جګړه وکړي تر پرله‌پسې څار او فشار لاندې وي."

جنرال مک‌کنزي دې پوښتنې ته چې ولې طالبان د لویو حملو او د پراخو سیمو د کنټرول توان لري په ځواب کې په ښکاره ډول وویل چې دا ډله په بهر کې پټنځایونه لري.

دی وایي: "زه باور لرم چې په افغانستان کې دا مهال د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د دښمنۍ ناوړه حالت حاکم دی. طالبان په بهر کې داسې پټنځایونه لري چې هلته ځان تجهیزولای شي، خو افغان حکومت هغو ځایونو ته د رسېدو توان نه‌لري. له وسله‌والو ډلو سره په جګړو کې دا ستونزه تل شته."

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې په اساس ټاکل شوې وه چې امریکايي ځواکونه د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۳مه اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو د نوې نېټې د اعلان پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو د نوې نېټې د اعلان پر مهال

په همدې ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم اعلان وکړ چې ناټو به خپل ځواکونه په همدې نېټو له افغانستانه وباسي.

د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې په پرونۍ غونډه کې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د قرارګاه له قوماندان څخه دا پوښتنه هم وشوه چې ایا له افغانستانه د پوځي ځواکونو له وتلو وروسته به القاعده شبکه او داعش ډله بیا هم د امریکا لپاره یو ګواښ وي کنه؟ په ځواب کې یې وویل چې د دې ډلو د ځواک له‌منځه وړل امکان لري، خو دا کار د ده په وینا ګران دی. جنرال مک‌کنزي په دې اړه پر پوځي پلانونو هم د بندو دروازو شاته د بحث غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG