د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل؛ د دوی د ژباړونکو او کارکوونکو اندېښنې


ارشیف، له یوه امریکايي سرتیري سره افغان ژباړونکی
ارشیف، له یوه امریکايي سرتیري سره افغان ژباړونکی

یو شمېر هغو افغانانو چې له امریکا سره یې کار کړی د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي دوی خپلې اندېښنې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره شریکې کړې.

له ډلې ‎ ۲۳کلن نوید ستانکزي چې امریکايي ځواکونو سره ژباړن و او اوس کابل ښار کې اوسیږي ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې افغانستان کې لا هم جګړه روانه ده او امریکا خپل ځواکونه له دې هېواده باسي خو په خبره یې دغه هېواد د خپلو افغان کار کوونکو راتلونکي ته کوم ځانګړی مېکانیزم لا نه دی جوړ کړی.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "دا چې امریکا له افغانستانه وځي، زموږ اندېښنې ‌‌‌‌‌‌‌ډېرې شوي، موږ د ځان او کورنۍ په اړه اندېښمن یو، دوی له افغانستان خپل د تګ نېټه سېپټمبر میاشت ټاکلې خو لا یې هم خپلو افغان ژباړونکو ته مشخص مېکانیزم نه دی جوړ کړی، د بایډن له حکومته مو غواړو چې د خپل ځواکونو د وتلو پرمهال دې لکه څرنګه چې جرمني اعلان کړی چې خپل ژباړونکي به له ځانونو سره باسي، دوی دې هم زموږ په اړه یوه پرېکړه وکړي او موږ دې یوازې نه پرېږدي ځکه دوی له موږ سره ژمنې کړي."‎

هلمند کې له امریکايي سرتیرو سر افغان ژباړونکي
هلمند کې له امریکايي سرتیرو سر افغان ژباړونکي

‎نوید ستانکزی وایي، د 'S I V' یا د مهاجرت ځانکړي ویزې پروګرام زیات وخت نیونکی دی او ویزې د ورکړې دا پروګرام د دوی ستونزه نه شي حلولای.

۳۱ کلن نصیرالله ملاخېل بیا د 'SOS International' په نوم یوې امریکایي ادارې سره له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د ژباړن په توګه کار کړی.

‎نصیرالله که څه هم اوس له بلې نړیوالې ادارې 'د حقوقو د پراختيا نړيوال سازمان' سره کار کوي خو له امنیتي پلوه ځان خوندي نه احساسوي.

‎نوموړی کابل ښار کې ژوند کوي وایي، امریکا باید خپلو کار کوونکو ته د ویزې د ورکړې لړۍ ځکه چټکه کړي چې په خبره یې د دوی له ځواکونو د وتلو وروسته دوی د خپل ژوند په اړه ژور اندېښمن دي.

دی وايي: "هغو کسانو چې له امریکا سره په اداري او یا نورو برخو کې کار کړی، باید د ویزو د ورکړې برخه یې چټکه شي، بیوروکراسي په کې زیاته ده، دا باید راکمه شي چې ټول د امریکا له وتلو سره هم مهاله ووځي، ځکه ټول دلته له ګواښ سره مخ دي."

د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

‎د امریکا د ګانګرس ۱۶ غړو هم تازه د دغه هېواد ولسمشر ته په یو استولي لیک کې غوښتنه کړې چې هغو افغانانو ته دې د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړي کومو چې له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا یې له امریکا سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

‎د کانګرس دغو ۱۶ غړو د امریکا جمهور رییس بایډن ته په ګډ لیک کې لیکلي: "دا چې اوس مهال موږ له افغانستانه خپل د ځواکونو وتل پیلوو، هغه افغانان چې موږ سره یې په ګډه کار کړی، د تېرو وختونو پرتله د طالبانو، داعش او القاعدې په څېر ډلو له لوی خطر سره مخ دي، همدارنګه، ډېری نور افغانان، په ځانګړي توګه مېرمنې دي چې خپل د هېواد د خپلواکۍ لپاره یې کار کړی دی، له همدې خطر سره مخ دي. ‎موږ د سنا مجلس د دوه اړخیز ائتلاف د استازو په توګه تاسو ته لیکو، څو د دې افغانانو لپاره ستاسو ژمنتیا ترلاسه کړو او ستاسو د دې ژمنې په درناوي کې موږ خپل ملاتړ ښیو."

‎د امریکا د کانګرس دغو غړو د هغو افغانانو پر خوندیتوب ټینګار کړی چې د متحده ایالاتو سرتیرو، ډیپلوماتانو، قرارداديانو او دوی د نړیوالو ملګرو سره یې په ګډه کار کاوه.

‎که څه هم د دغو امریکایي سناتورانو ته د امریکا د حکومت له رهبرۍ تردې دمه ځواب نه دی ویل شوی، خو وړاندې افغان حکومت هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په مسوولانه توګه وتلو ټینګار کړی دی.

‎دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوي دي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پیل او د سېپټمبر تر ۱۱مې پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG