د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل 'ښايي ایران ته ځیني ګواښونه' هم رامنځته کړي


د افغانستان او ایران ملي بیرغونه
د افغانستان او ایران ملي بیرغونه

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره ښايي د ایران پخوانی ارمان پوره شوی وي ځکه له دې اعلان سره به ټول نړیوال ځواکونه چې ایران په سیمه کې د ناامنۍ عامل بلل، له سیمې ووځي.

ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۴مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې دېره پاتې دوه‌نیم زره امریکايي پوځیان به هم د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې ووځي. په عین ورځ ناټو اعلان وکړ چې د دې ټلوالې د غړو هېوادونو اووه زره سرتېري به هم تر همدې نېټې له افغانستانه ووځي.

د څارونکو او سیاسي شنونکو په باور د نړیوالو ځواکونو وتل به ایران ته احتمالاً دا فرصت برابر کړي چې په ګاونډي جګړه‌ځپلي افغانستان کې چې کلتوري او مذهبي مشترکات ورسره لري، خپل فعالیت پراخ کړي.

خو که افغانستان، هسې چې ځیني افغانان اندېښنه لري بیا بې‌ثباته شي، نو تهران ښايي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د کلونو په څېر چې سلګونه زره کډوالو ایران ته مخه کړه او بیا د ایران د دښمنو طالبانو رژیم ټینګ شو، بیا هم د افغانستان د بشري او امنیتي بحران له اغېزو سره مخامخ شي.

ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو کمپ
ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو کمپ

د سوفان ګروپ د تحقیقاتي مرکز د څېړنو د څانګې مشر کولین کلرک وايي، ایران باید په خپلو هیلو کې ډېر احتیاط وکړي، هسې نه چې غواړي به یو څه، ورپېښ به شي بل څه. کلرک زیاتوي چې ایران له کلونو راهیسې په افغانستان کې د متحده ایالاتو له پوځي حضور سره د مخالفت نغارې غږولې، خو اوس ښايي د امریکايي سرتېرو د وتلو له غیر مستقیمو اغېزو سره مخامخ شي.

د بحران د نړیوالې ډلې د افغانستان د برخې د مخکښ کارپوه اندریو واټکېنز په باور د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو وتل به حتماً په افغانستان کې د واک یو ډول تشه رامنځته کړي او له دې سره به تهران ته دا فرصت په لاس ورشي چې پر افغان چارواکو او د طالبانو په ګډون پر نورو بانفوذه ډلو د خپل اغېز د پراخولو لپاره هڅه وکړي.

د واټکېنز په وینا ایران د خلیج د هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅو کې ډېر احتیاط کوي، نو ځکه ښاغلی واټکېنز وايي دې ته په پام سره معلومه نه‌ده چې ایا ایران به په افغانستان کې د خپل نفوذ پراخولو ته زړه ښه کړي که نه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اپرېل په ۱۶مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو مسؤلانه وتل مثبت اقدام وباله او ویې‌ویل چې د بهرنیو ځواکونو حضور هېڅکله په سیمه کې له امنیت او ثبات سره مرسته نه‌کوي، خو وتل به‌یې لږترلږه د تشدد امکانات راکم کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

مګر ښاغلي ظریف په عین حال کې په افغانستان کې د قدرت د احتمالي تشې د راتلو خبرداری ورکړ چې د ده په وینا ښايي طالبان د هغې د ډکولو هڅه وکړي.

ظریف زیاته کړه چې داسې یو حالت به په افغانستان کې د یوې نوې جګړې د پیل نسخه وي چې د ایران لپاره به د زغملو وړ نه‌وي. هغه وویل چې اوس‌مهال درې ملیون افغان کډوال په ایران کې دېره دي او نور نه‌شي زغملی.

ظریف د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر سره په یوه انلاین بحث کې وویل چې ایران او د سیمې نور هېوادونه یوه باثباته افغانستان ته اړتیا لري.

شنونکي کولین کلرک ازادي راډیو ته وویل که په افغانستان کې امنیتي حالت خراب شي، نو ښايي ایران له افغانستان سره په سرحد کې نور سرتېري ځای پر ځای کړي. نوموړي وویل په افغانستان کې د احتمالي جګړو د پیل په صورت کې به ایران سمدستي دا اقدام وکړي څو ناامني ایران ته ورنه‌شي.

ظریف په وروستي انلاین بحث کې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت له کبله هم خبرداری ورکړ. دې ډلې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی. هغه زیاته کړه چې داعش افغانستان، ایران، پاکستان او نورو ټولو هېوادونو ته یو ګواښ دی.

ښاغلي کلرک په دې باور دی چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي پر ایران او د ایران پر ګټو د داعش ډلې په حملو کې هم زیاتوالی راشي. کلرک وایي که داسې وشي، نو ښايي ایران له فاطمیون ځواک څخه چې د سوریې په جګړو کې یې هم برخه اخیستې وه، کار واخلي.

ارشیف، تهران کې د فاطمیون ډلې یو شمېر افغان غړي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د جنازې پر مهال
ارشیف، تهران کې د فاطمیون ډلې یو شمېر افغان غړي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د جنازې پر مهال

فاطمیون چې د سپاه پاسداران ځواک‌یې روزي تر ډېره د افغانستان له شیعه وګړو څخه جوړه لوا ده. ګومان کېږي چې د دې ځواک دوه‌نیم-درې زره وسله‌وال افغانستان ته ستانه شوي دي.

جواد ظریف په کابل کې په یوه ټلوېزیون مرکه کې وویل چې فاطمیون د داعش پر ضد په جګړه کې تر ټولو ښه ځواک دی او که افغان حکومت وغواړي، نو دا وسله‌وال بیا د داعش پر ضد د جګړې لپاره ګومارلی شي، خو شنونکی ښاغلی واټکېنز فکر کوي چې د افغانستان ټولې ښکېلې خواوې ښايي د فاطمیون له ګومارنې سره مخالفت وکړي.

XS
SM
MD
LG