د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د افغان سولې لپاره د استانبول غونډه بیا وځنډېده


د استانبول یوه څنډه
د استانبول یوه څنډه

د استانبول غونډه چې ټاکل شوې وه د راتلونکې شنبې په ورځ د ترکیې په کوربتوب او د امریکا په ملاتړ پيل شي تر اختر وروسته ته وځنډول شوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره شپه یوه ټلوېزیوني پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې دا غونډه د دې لپاره وځنډېده چې غونډې ته وخت لږ پاتې دی او یو شمېر برخه والو نه شوای کولی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې دې غونډې ته چمتو شي.

چاوش اوغلو د دې غونډې نوې نېټه اعلان نه کړه.

کله چې له چاوش اوغلو پوښتنه وشوه چې طالبان به په دې غونډه کې برخه واخلي که نه؟ ده وویل چې ډېرې هڅې روانې دي چې د هغوی استازي هم برخه په کې واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

دا دوهم ځل دی چې دا غونډه ځنډیږي، لومړی ځل د دې غونډې لپاره د ځینو راپورونو له مخې د اپریل شپاړسمه نېټه ټاکل شوې وه او بیا دا نېټه د اپریل ۲۴مې ته وځنډول شوه.

اوس نوې نېټه په داسې وخت کې اعلان شوې ده چې د افغانستان حکومت په دې غونډه کې د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي او د ایران مهر اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا ویلي دي چې یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې د استانبول د کنفرانس له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او افغانان غواړي چې د خپل هېواد راتلونکې په یوازې په خپله وټاکي.

تر دې مخکې ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، که د دوی اندېښنې لېرې شي دوی به د سولې لپاره په هره هڅه کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه: "اوس هم خبرې روانې دي هڅه دا ده چې د راتلونکي ګامونو لپاره اسلامي امارت د تشویشونو د رفع کېدو هڅه کوي او دا یوه معقوله خبره ده."

طالبان وايي یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې د استانبول د کنفرانس له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي
طالبان وايي یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې د استانبول د کنفرانس له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي

په داسې حال کې چې طالبان د استانبول غونډې ته د شک په سترګه ګوري د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ وویل چې د ترکیې د غونډې لپاره د افغان دولت د ګډون کوونکو لېست بشپړ شوی دی.

ښاغلي خوځون زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د ترکیې د غونډې لپاره بشپړ چمتوالی لري. موږ دې ناستې ته د یوه فرصت په سترګه ګورو اما تراوسه د طالبانو له اړخه هېڅ ډول چمتوالی نه دی ښوول شوی. د غړیو لېست هم بشپړ شوی دی. تمه لرو چې ټولې خواوې له دې ناستې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د تامین لپاره اعظمي استفاده وکړي او موږ په همدې نیت او ارادې په دې ناسته کې ګډون کوو."

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه د دې غونډې د ځنډېدو خبر ورکړ او تردې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قابلوف هم تاس اژانس ته پرون وویل چې روسیې ته د استانبول په غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده، خو اټکل کېږي چې دا غونډه وځنډیږي ځکه چې بېلابېلې خواوې تراوسه په مشترکه اجنډا موافقې ته نه دي رسیدلي.

وروسته تردې چې تېره اوونۍ د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به له طالبانو سره د شوې ژمنې له مخې د مې په لومړۍ نېټه نه وځي، د سېپټمبر په ۱۱مه به وځي، طالبانو وویل چې دوی به ترهغو د سولې په کومه غونډه کې برخه وانه خلي چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

XS
SM
MD
LG