د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د استانبول غونډه؛ طالبان: له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت یو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

طالبان وايي، استازي یې له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي، څو د استانبول او د افغانستان د سولې په اړه راتلونکو غونډو کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د سې‌ شنبې (د وري ۳۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی اندېښنې ځواب شي، د افغانستان د سولې لپاره له هر جوړ شوي فرصته ګټه اخلي: "اوس هم خبرې روانې دي. تېره ورځ هم ناستې شوي او کېدای شي راتلونکې کې هم وشي. دوی هڅه کوي چې د راتلونکو ګامونو لپاره زموږ اندېښنې له‌منځه یوسي. دا معقوله خبره ده."

که څه هم تمه وه چې د استانبول غونډه د اپریل په ۲۴مه ترسره شي، خو اندېښنې پر دې دي چې کېدای شي یو ځل بیا دا غونډه له ټاکل شوې نېټې وځنډېږي، ځکه د دې ناستې یو مهم لوری چې طالبان دي، لا یې خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

بل‌خوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د دې ډلې د قانع کولو لپاره له خپل ټول توانه ګټه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له ملا برادر سره
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له ملا برادر سره

ښاغلي قریشي رویټرز اژانس ته ویلي، طالبان خپله پرېکړه کوي، خو دوی به یې وهڅوي چې د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد له طالبانو غواړي چې تېرې تېروتنې تکرار نه کړي او د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.

ښاغلي همدرد نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال، د ملي مصالحې عالي شورا له‌خوا پر جوړې شوې طرحې هم نیوکه وکړه او له ټولو لوریو وغوښتل چې پر یوې واحدې طرحې سره سلا شي.

نوموړي وویل: "دولت، د ملي مصالحې عالي شورا او ګوندونو ته مې وړاندیز دی چې پر یوې واحدې طرحې سره هوکړه وکړئ، د یوې متعهدې طرحې سره ترکیې ته ولاړ شئ. همدا ډول مرکچي پلاوی مو په ګډه وټاکئ، که یې شمېر څلور تنه هم وي او ټول لوري پرې موافقه وکړي، باور وکړئ چې موږ بري ته رسوي."

د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدر
د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدر

له دې وړاندې د افغان جمهور رئیس دوهم مرستیال سروردانش د ملي مصالحې عالي شورا د توحید کمېټې په طرحې نیوکې کړې وې او ویلي و چې دغه طرحې په سمه توګه نه‌دي توحید شوي او په وینا یې په طرحه کې لنډمهالي حکومت او د صدارتي نظام موضوعات مطرح شوي چې دا د سیاسي بې‌ثباتۍ او دوو قومونو ترمنځ د واک د وېش لامل ګرځي.

د ملي مصالحې عالي شورا بیا وايي، د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او له یوې واحدې طرحې او اجماع سره به ترکیې ته ولاړ شي.

د ملي مصالحې ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې ویاند فریدون خوځون

د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل: "راتلونکو ورځو کې به موږ د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا غونډه ولرو. دې ناسته کې به پر هغې مسودې چې وړاندې چمتو شوې بحث وشي او له تصویبه وروسته به دا د ترکیې د ناستې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت واحده طرحه وي چې وړاندې به شي. موږ دې غونډه کې د ګډون لپاره چمتو یوو چې له یوې واحدې طرحې او بشپړې اجماع سره ګډون وکړو. "

د استانبول غونډه د افغانستان د راتلونکي سیاسي وضعیت په اړه د امریکا په غوښتنه او د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړېږي چې مهم بحث یې د افغانستان د سولې پروسې ګړندې کېدل او یوې سیاسي حل لارې ته رسېدل دي.

XS
SM
MD
LG