د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د سولې افغان مرکچي: د بین الافغاني مذاکراتو اړوند ناستې او خبرې 'پرې' شوي


ارشیف، قطر کې د افغان سولې د غونډې یوه څنډه
ارشیف، قطر کې د افغان سولې د غونډې یوه څنډه

وروسته له هغې چې طالبانو اعلان وکړ چې تر هغه به د سولې اړوند هېڅ یو کنفرانس کې ګډون نه کوي، تر کومه چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه نه وي وتلي، د افغان حکومت د سولې مرکچې پلاوي ځیني غړي وایي، د بین الافغاني مذاکراتو اړوند ناستې او خبرې هم قطع شوي دي.

‎له دوحې څخه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "دا مهال زموږ د پلاوي او طالبانو ترمنځ کومې خبرې نه کېږي، څه موده کېږي چې زموږ تر منځ خبرې قطع شوي."

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی حفیظ منصور
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی حفیظ منصور

‎طالبان هم دا مني چې د بین الافغاني مذاکراتو اړوند ناستې بندې شوي.

‎په قطر کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د بین الافغاني مذاکراتو په اړه وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې د بدلون تر اعلان وروسته به په ټولو چارو له سره غور کېږي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د روان میلادي کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه به د خپل ځواکونو ایستل پیلوي او د همدې کال د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې به دا بهیر پای ته رسېږي.

‎طالبانو د بایډن تر دغه اعلان وروسته وویل چې دوی هم تر هغه چې له افغانستانه ټول بهرني سرتېري وتلي نه وي د سولې په هېڅ یو کنفرانس کې به ګډون ونه کړي.

‎د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې ۲۰۲۰ کال د سېپټمبر پر ۱۲مه نېټه پیل شوې او دوو پړاوونو مخته تګ وروسته اوس دا لړۍ درېدلې ده.

خو د دې ټولو خبرو سره-سره د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، دوی د ترکیې ناستې ته په بشپړه توګه چمتوالی نیولی دی او یوازې یې پیلېدو ته په تمه دی.

افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

نوموړی وايي: "د ترکیې د ناستې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له اړخه بشپړ چمتوالی شته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له لوري پر یوې واحدې طرحې هم کار شوی، چې اوس یې مسوده چمتو شوې، هرکله چې دغه ناسته جوړه شي موږ به په کې ګډون وکړو او خپله دغه واحده طرحه به هم ورته وړاندې کړو."

د استانبول د ناستې په اړه ویل شوي چې د اپریل په ۲۴ نېټه جوړېږي.

‎بل خوا د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې(د وري ۲۸مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې طالبان که سوله غواړي نو له مذاکراتو سره دې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مقاطعه نه اعلانوي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

دی وايي: "که سولې ته د رسېدو اراده لرئ یا د جګړې دوام ته ځان مجبور ګڼئ، په دواړو صورتونو کې نه باید له مذاکراتو سره خپله مقاطعه اعلان کړئ، تاسو له امریکایانو سره چې څه کوئ خوښه مو، خو له افغانانو سره مذاکرات مه پرې کوئ، تاسو دا مهال مذاکرات له افغانانو سره لرئ نه له امریکایانو سره، د دې لپاره هېڅ توجیح او دلیل نشته چې له افغانانو سره خپل مذاکرات متوقف کړئ."

‎ښاغلی حکمتیار ټینګار کوي چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول مقاطعه نه یوازې د طالبانو په ګټه نه ده، بلکې د ټولو افغانانو او نړۍ ذهنیت به د طالبانو خلاف وګرځوي.

‎د اسلامي حزب مشر ټینګار کوي چې د استانبول ناسته دې په ټاکلي نېټه جوړه او ټول اړونده جهتونو دې په کې برخه واخلي ځکه په خبره یې د افغان سولې د بهیر د پرمختګ لامل ګرځېدای شي.

XS
SM
MD
LG