د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

هشت صبح: له افغانستانه د بهرنیو ځواګونو له وتلو سره به یو نوی فصل پرانیستل شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواګونو له وتلو سره به هېواد کې یو نوی فصل پرانیستل شي او د افغان ځواکونو مسؤلیتونه به لاپسې زیاتېږي.

د ليکوال په وینا، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ناڅاپي اعلان د استانبول پر غونډه هم سیوری غوړولی او داسې برېښي چې د استانبول ناسته چې د بن غونډې ته ورته وه، اوس د رسمي غونډې دریځ غوره کړی چې دا د خلکو او ګوندونو په ذهنونو کې هېڅ ډول عملي تضمین نه‌لري.

ورځپاڼې ټینګار کړی، له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان ګڼې اندېښنې پیدا کړي ځکه چې دمخه، ټولو هېوادونو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په مسؤلانه ډول وتلو باندې ټینګار کاوه.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ اوس‌مهال طالبان او افغان حکومت دواړه جګړې ته چمتووالی نیسي چې دا جګړه به له تلفاتو پرته هېڅ پایلې ونه‌لري.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ولسمشر غني پرونيو هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي و، که څوک د جمهوریت په صف کې نه‌وي، نو په دولت کې ورته ځای نه‌شته.

وړاندې راغلي چې ولسمشر غني په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې نه‌یوازې د دولت او سیاستوالو ترمنځ د سولې او نورو لویو مسایلو په اړه پراخ اختلاف شته، بلکې په دولت کې دننه د چارواکو ترمنځ هم پر سوله او اساسي مسایلو ژور اختلاف موجود دی.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغانستان هېڅ وګړی د نظام مخالفت نه‌کوي او نه‌غواړي چې بیا بې‌نظامه او بې‌سیستمه شي، خو په وینا یې هېڅ افغان اوسنی ناوړه حالت هم نه‌مني.

په دې اساس لیکوال په حکومت غږ کړی چې د حق او باطل دا کرښه ایستل د منلو نه‌دي او دا ډول څرګندونې دېکتاتورانه او د جمهوریت خلاف کار دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره د بشپړ چمتووالي خبره کړې ده.

د لیکوال په اند، ډېر لوري او کسان به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل خطرناکه پېښه بولي او په دې اړه هم له وړاندې نظرونه څرګندوي.

خو په وینا یې په اصل کې دا د افغانانو لپاره يو غوره فرصت هم دی، ځکه د روان کال د مې مياشتې له پيله د بهرنيو ځواکونو د ايستلو لړۍ پيلېږي او تر راتلونکي سپټمبر پورې دوام مومي چې له هغې وروسته به افغانان د خپل ملي حاکميت څښتنان شي او هڅې دا دي چې دغه فرصت په ښه توګه وکارول شي.

لیکوال په همداسې وخت کې د سيمې او نړۍ همکاري هم اړینه بللې او لیکي چې ناټو او امريکا له افغانستان سره د دفاعي او امنيتي تړونونو له مخې ژمن دي چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغان ځواکونو تجهيزولو، روزنې او پياوړي کولو ته اوږه ورکړي، خو اوس هم افغان ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتو وروسته د واک د لېږد بهير په ښه توګه پر اوږه واخلي.

نو ورځپاڼې ټینګار کړی چې بايد په عاقلانه توګه د سولې لپاره پرېکړه وشي او دا سوله افغانستان کې د ژوند او پرمختګ لپاره لومړی شرط دی!

XS
SM
MD
LG