د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د امریکايي سرتیرو وتل؛ واشنګټن پوسټ: د افغان متحدانو ژوند ته دې لومړیتوب ورکړل شي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده چې په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه وتلو ته نېږدې کېږي، موږ باید د خپلو افغان متحدانو ژوند ته لومړیتوب ورکړو.

په مقاله کې راغلي چې له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې امریکا د دې هېواد له ځواکونو، ډیپلوماټانو او حکومتي کار کوونکو سره د کار په خاطر افغانان د ترجمانانو، کلتوري سلاکارانو او امنیتي ساتونکو په توګه استخدام کړي وو.

د مقالې په وینا دا خلک چې د امریکا د جګړې د وختونو متحدان دي، اوس له امریکا سره د کار کولو په خاطر هدف ګرځول کېږي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې لیکوال د امریکا هغه پروګرام ته اشاره کړې چې د 'SIV' په نوم یادیږي او له مخې يې دغه هېواد په افغانستان کې له امریکايي ماموریتونو سره کار کوونکو ته ځانګړې ویزه ورکوي چې په امریکا کې مېشت شي.

خو په دې مقاله کې راغلي چې راپورونه ښيي تر اوسه د شااوخوا اتلس زره افغان متحدانو او د هغوی د کورنیو اټکل شوېو ۵۳۰۰۰ کسانو د ویزو د غوښتنلیکونو پروسه روانه ده.

د قانون له مخې، دا پروسه باید په نهو میاشتو کې بشپړه شي، خو د مقالې په وینا په اوسط ډول د افغانانو لپاره د ویزو تر لاسه کولو پورې درې کاله وخت اخیستی.

د واشنګټن پوسټ مخکینی یو راپور وايي چې د ویزو ورکولو شمېر تر ۲۶،۵۰۰ رسېدای شي، خو د تېر کال تر ډیسمبر پورې یوازې ۱۵،۵۰۷ کسانو ته ویزې ورکړل شوي وې او ۱۰،۹۹۳ غوښتنلیکونه لا همداسې پاته وو.

د واشنګټن پوسټ د مقالې له مخې د اېس ای وي پروسې له لارې په یوه کال کې شااوخوا ۲۲۰۰ افغانانو په امریکا کې د اوسېدو لپاره ویزه تر لاسه کړې.

مقاله لیکي چې SIV ته بریالي کېدونکو کسانو ته باید ژر تر ژره ویزې ورکړل شي او دا کار به لومړی ځل نه وي.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې د ۱۹۷۵میلادي کال د مې او ډیسمبر میاشتو تر منځ امریکا ۱۳۰،۰۰۰ ویتنامي پناه غوښتونکي ګوام ته انتقال کړل او په ۱۹۹۶میلادي کال کې ۶۶۰۰ عراقي کُردان د هوا له لارې امریکا ته انتقال کړای شول.

  • کرکټ ټایمز

کرکټ ټایمز خپرونې د افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان څرګندونو ته کتلي.

په دې مقاله کې راغلي چې راشد خان د افغانستان کرکټ نړیوالې کچې ته لوړ کړی دی او دی اوس د ICC T20 بالرانو په فهرست کې دوهمه درجه دی.

مقالې لیکلي: په ننګرهار کې زېږېدلي راشد خان په دې وروستیو کې پر خپله انسټاګرام پاڼه د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې ګډون وکړ چېرته چې د مقالې په وینا ده جالبو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د بیلګې په توګه کرکټ ټایمز یادونه کړې چې له راشد خانه پوښتنه وشوه چې ده له پخوا چاته د بالینګ کولو هیله درلوده؟ راشد خان وویل چې ده تل غوښتل د هندوستان د سچن ټنډولکر پر وړاندې ولوبیږي او هغه ته بالینګ وکړي.

د مقالې په پای کې راغلي چې راشد خان اوسمهال په ابوظهبۍ کې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د دوهم پړاو لپاره په متحده عربي اماراتو کې قرنطین دی.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG