د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

امریکا هغو ۴ زره افغانانو ته چې له دوی سره‌یې کار کړی، ویزې ورکوي


د امریکا د سنا مجلس یوې کمېټې هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د کډوالۍ زرګونه ځانګړې ویزې هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې له امریکایي پوځیانو سره کار کوي.

د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې پرون دا موضوع تائید کړه.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې وړاندې وېره وه چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به نور افغانانو ته دا ډول وېزې ورنه‌کړي.

د «اس. ای. وي SIV» پروګرام هغو افغانانو ته چې له امریکایي پوځیانو سره‌یې کار کړی اجازه ورکوي چې د یوې رقابتي مرحلې له بشپړولو وروسته د امریکا د اوسېدو ویزه ترلاسه کړي.

دغه پروګرام د ډونالد ټرمپ د ادارې تر پیل وروسته له خطر سره مخامخ شو.

په تېره بیا هغه مهال چې ولسمشر ټرمپ په یوه اجرائیوي فرمان سره امریکا ته د یو شمېر هېوادونو چې عمدتاً اسلامي هېوادونه دي، امریکا ته پر ورتلو محدودیت ولګاوه.

که څه هم افغانستان په هغو هېوادونو کې شامل نه‌و.

د روان کال په ترڅ کې د امریکا سنا او د استازو جرګې دواړو هڅه کړې څو هغو افغانانو ته چې له امریکایانو سره‌یې کار کړی د اقامت ویزه ورکړي.

د روان کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د امریکا سفارت ویلي وو چې نور واجد شرایط افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزه نه‌ورکوي او په همدې دلیل‌یې له هغوی څخه د مرکو لړۍ ودروله.

خو د امریکا کانګرس په یوه فوق‌العاده اقدام سره ۲۵۰۰ نورې ویزې اعلان کړې څو واجد شرایط افغانان دغې لړۍ ته دوام ورکړي.

هغه افغانان چې له امریکایي پوځيانو سره کار کوي تر ډېره په دې کار سره له خطر سره مخامخ کېږي.

په همدې دلیل ډموکرات سناتوره جین شَهین چې د افغانانو لپاره د دې ډول ویزو د برابرولو د هڅو مشري کوي وایي:

"زموږ هېواد له هغو ملکي وګړو چې په افغانستان کې یې زموږ له مأموریت سره اساسي مرستې کړې دي، ډېر پوروړی دی."

مېرمن شهین وایي، اوس ډېره خوښه ده چې دې ډول زړورو نارینه او ښځو ته د اړتیا وړ ویزه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG