د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د امریکا کانګریس یو شمېر افغانانو ته د وېزې ورکولو پرېکړه تائید کړه


د امریکا سنا هغو افغانانو ته چې د هغوی له پوځي او ملکي ماموریت سره يې مرسته کړې، متحدو ایالاتو ته د مهاجرت دوېزو ځانګړي پروګرام "Special Immigration Visa" لپاره د نورو وېزو ورکولو پرېکړه تائید کړه.

د امریکا سنا پرون پنجشنبې تائید کړه چې د "اس، اي، وي" پروګرام ته ۲۵۰۰ نورې وېزې ورکړې شي.

د دې پروګرام د دوام لپاره مالي لګښت به د امریکا د حکومت له موقتي بودجې ورکول کېږي.

د امریکا د کانګرس دواړو خونو پرېکړه کړې چې یو اعشاریه یو تریلیون ډالر د سپټمبر تر میاشتې د حکومت د مصارفو لپاره ځانګړي شي.

د کانګرس دواړه ګوندونه به تر سپټمبره د نوې بودجې پر پلان کار وکړي.

امریکا د کانګرس استازو مجلس په افغانستان کې د "اس، اي، وي" پروګرام ته د اضافي وېزو ورکولو پرېکړه د چهارشنبې په ورځ تائيد کړې وه.

دا پریکړه باید ولسمشر ډونالد ټرمپ توشیح کړي.

د سنا یوې غړې جېن شهین ویلي چې امریکا ته د مهاجرت دې ځانګړي پروګرام ته د نورو وېزو ورکولو پرېکړه به د یوشمېر کسانو ژوند وژغوري.

د امریکا حکومت په افغانستان او عراق کې د "اس، اي، وي" پروګرام له هغو افغانانو او عراقیانو سره د مرستې او له خطره د هغوی د ژغورلو لپاره پلان کړی چې د متحدو ایالاتو د حکومت په ملکي او پوځي پروژوکې یې مرسته کړې وه.

د امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم کړ.

امریکا اندېښنه درلوده چې وسله وال طالبان او نورې افراطي ډلې ښايي هغه افغانان په نښه کړي چې د متحدو ایالاتو په پوځي او ملکي پروګرامونو کې یې کار کړی دی.

په نیویارک کې له پناه غوښتونکو سره د مرستې اداره"IRAP" وايي، وسله وال طالبان او نورې افراطي، وسله والې ډلې هره ورځ، لږترلږه یو تن داسې افغان وژني چې د "اس، اي، وي" پروګرام په شرایطو برابر وي.

د امریکا حکومت د روان کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې د وېزو د نشتوالي له امله په افغانستان کې د "اس، اي، وي" پروګرام ځنډوي.

د دې پرېکړې پر اساس، په افغانستان کې امریکا ته د مهاجرت لپاره مصاحبې هم بندې شوې وې.

د امریکا حکومت هغه مهال وویل چې یوازې ۱۴۳۷ وېزې د دې پروګرام لپاره پاتې دي خو د هغو خلکو شمېر ډېر زیات دی چې عریضې یې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز خبرداری ورکړی و چې که د مې ترمیاشتې دې پروګرام ته نورې وېزې منظور نه شي، دا پروګرام له بن بست سره مخامخ کېدلائ شي.

د امریکا د سنا غړې جین شهین ویلي چې کانګرس باید هغو ستونزو ته چې د "اس، اي، وي" پروګرام پر وړاندې پرتې دي یو دایمي حل پېدا کړي.

په افغانستان کې نېږدې پینځلس زره کسان لا هم د اس اي في پروګرام په ترڅ کې امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو وېزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG