د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

له بهرنیو ځواکونو سره افغان کارکونکي خپل راتلونکي ته اندیښمن دي


په زرونو هغه افغانان چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي، له دې هېواد څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته حالت په اړه اندیښمن دي.

دې کسانو ته په بهرنیو هېوادو کې د استوګنې او مهاجرت کارونه هم ډېر ورو روان دي.

طالبان هغه کسان خائنان بولي، چې له بهرینو ځواکونو سره کار کوي او د وژلو ګواښونه یي هم کوي.

دا چې په ۲۰۱۴ م کال کې زیات شمېر بهرني عسکر له افغانستان څخه وځي، دا کسان په بیره کې دي، د دې خلکو بیره او اندیښنه پر ځای هم ده.

طالبانو تر اوسه زیات شمېر هغه افغانان وژلي، چې له بهرنیو ځواکونو سره یي کار کاوه. په یوې وروستۍ پېښې کې وسله والو طالبانو د نومبر په ۱۴ مه کابل ته نږدې د ناتو دوه افغان ترجمانان ووژل. نورو ته د کارونو پریښودواخطارونه ورکړل شوي دي.

د ناتو ځینو غړیو هیوادونو د افغان کارکوونکو لپاره د مهاجرت یو خاص پروګرام جوړ کړی تر څو له خطر سره مخامخ شوي افغانان له هیواده وباسي. خو زیات شمېر افغانان شکایت کوي چې د دوي کارونه بیخی ورو روان دي او د بهرنیو هیوادونو د مهاجرت ادارو ورسره له څو کلونوراهیسی رابطه نده ټينګه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۹ کال کې د افغان متحدانو پروګرام په نامه د مهاجرت یو پروګرام اعلان کړ او د هغو افغانانو او کورنیو لپاره یي امریکا ته د مهاجرت کارونه پیل کړل چې په افغانستان کې له دوي سره کار کوي.

د دې پروګرام پر اساس باید په پنځو کلونو کې ۷۵۰۰ افغانان امریکا ته تللي وای. خو امریکا تر اوسه یوازي ۲۹۳ دوسیې تر لاس لاندي نیولې او له ۲۰۱۰ کال راهیسي یي یوازي ۳۱ دوسیې خلاصې کړې او افغانانو ته یي د مهاجرت ویزې ورکړیدي.

دغه پروګرام ته د شاملیدو یا وړتیا او متحده ایالاتو ته د مهاجرت شرایط دادي چې افغان کارکوونکې باید دوي ته د مخامخ شوي ګواښ یا خطر شواهد او ثبوت وړاندي کړي او حد اقل یو کال یي باید له امریکایانو سره کار کړی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکې چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړې، د افغانانو په فورمو یا دوسیو کې ځنډ مني او وایي، تر ډېره حده د امنیتي دلایلو له امله دا ځنډ رامنځ ته کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا چارواکی وایي، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د افغانانو د کارونو د چټکولو او د رامنځ ته شوې ځنډ د لیري کولو په مقصد، په سفارت کې امکانات او منابع زیاتې کړې دي.

د ناتو بل غړي هیواد، کاناډا هم په ۲۰۰۹ کال کې د هغو افغانانو لپاره چې پدي هیواد کې له دېره کاناډایي ځواکونو او ډپلوماټانو سره کار کوي، کاناډا ته د مهاجرت او ویزو یو خاص پروګرام جوړ کړیدی.

کاناډا تر اوسه ددي پروګرام له لارې اته سویو کسانو ته وېزې ورکړیدي. کاناډا لا هم په افغانستان کې شاوخوا زر تنه عسکر لري او شاوخوا ۶۰۰۰ زره کسانو پدي پروګرام کې غوښتن لیکونه ورکړیدي.

آسټرالیا چې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم زر عسکر لري، دا ډول کوم پروګرام یي ندی پیل کړی.

د ادریس په نامه افغان ترجمان چې د امریکا په خاص پروګرام کې یي نوم لیکلی، وایي: دده کارونو ته زیات پام نه اړول کیږي.

۲۵کلن ادریس چې اتلس میاشتې یي له امریکایي او انګلیسي ځواکونو سره د افغانستان په ختیځ کې د ترجمانۍ دنده تر سره کړې ، وایي چې بهرني دوستان یي له ده سره ناځواني کوي.

ادریس وایي، څه موده وړاندي ورته د طالبانو له خوا د یوه لیک پواسطه ګواښ شوی و چې کورنۍ به یي ووژني او له دغه ګواښ څخه یوه ورځ وروسته یي له دندې استعفی وکړه:

“کله چې طالبانو ته معلومه شې چې یو څوک ترجمان دی، نو د هغه د کورنۍ په لټه کې شي. کورنۍ ته یي وایي، که چېري ستاسي ځوي له بهرنیانو سره کار وکړې ، نو دا تمه مه کوۍ چې ژوندی به کورته راستون شي.

طبعا، کورنۍ فکر کوي که چېري خپل ځوي ته د کار کولو اجازه ورکړې نو وسله وال به یي ووژني.

کورنۍ فکر کوي چې هغوي به سبا ته یا د دوي ځوي او یا پخپله کورنۍ ووژني”.

وسله وال مخالفان هغه کسان چې له بهرنیانو سره کار کوي، جاسوسان بولې او تل یي ورباندي حملې کړیدي.

د افغانستان د حکومت د رسمي ارقامو پر اساس، په تېرو پنځو کلونو کې لږ ترلږه ۲۵ تنه ترجمانان وژل شوي او زیات شمېر نور یي ټپیان شویدي.
XS
SM
MD
LG