د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

امريکا: افغانستان کې له بهره د ترهګرۍ ضد څارنه او عمليات کوو


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د امریکا دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په هدف له بهر نه پر دغه هېواد څارنه لري.

د دغه وزارت ویاند پت ریدر د چهارشنبې په شپه ناوخته رسنیو ته په یوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګې فعالیتونو ته په اشارې سره وویل چې، دوی یې څاري او پر وخت به یې ځواب ووایي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، لا هم افغانستان کې د ترهګرۍ ګڼ ګواښونه موجود دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پت ریدر چې د چهارشنبې په شپه ناوخته د اګست په ۳۱مه په یوه خبري ناسته خبرې کولې، په افغانستان کې یې د داعش ډلې خراسان څانګې فعالیتونو ته په اشاره سره وویل، چې دوی له بهره دغه هېواد تر جدي څار لاندې لري.

نوموړي وويل: "که تاسو افغانستان ته ځیر شي، نو په دغه هېواد کې ګڼ ترهګریز ګواښونه شته. زموږ اوسنی ارزونه دا ده چې د بهرني پلان او له افغانستانه د بهرنیو عملیاتو له اړخه زما په نظر موږ په یو خوندی وضعیت کې یو. که څه هم اړتیا ده چې موږ باید هغه ځای تر نظر لاندی ولرو، نو له همدی امله موږ د (فرا افق) عملیاتو وړتیا فعاله ساتلې تر څو وکړی شو د اړتیا په صورت کې د ترهګری ضد عملیات ترسره کړو. دا د تعجب خبره نه ده چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې په څېر ډلې شته چې ترهګریزو عملیاتو ترسره کولو ته لېوالتیا لري. موږ دوی څارو او پر وخت ځواب به ورکوو."

د امريکا دفاع وزارت
د امريکا دفاع وزارت

امریکا وروسته له هغه په افغانستان د ترهګرۍ د ګواښونو د موجودیت خبرو باندې ټینګار کوي چې د تېرې جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه یې د دغه هېواد پلازمېنه کابل ښار شېرپور سیمه کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري هم په نښه او ویې واژه.

بل‌خوا تر دې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دوو اوونیو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه کابل کې په عامه ځایونو او جوماتونو کې د داعش ډلې خراسان څانګې له لوري څو پرله‌پسې حملې ترسره شوې چې ګڼو عامو خلکو او د طالبانو ځینو مشهورو دیني عالمانو ته یې مرګ‌ژوبلې واړولې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ښاغلي ریدر دا هم وویل چې: "دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، په هر وخت کې، د هر هغه ترهګریز ګواښ په وړاندې چې د امریکا اتباعو ته زیان رسوي د ځواب ویلو لپاره په بشپړه ډول اراده لري."

خو د طالبانو د حکومت چارواکي د امریکا دا اندېښنه «ناسمه» ګڼي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د دفاع وزارت د ویاند د څرګندونو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل، دوی به هيڅ ترهګرې ډلې په ځانګړې ډول داعش ته په افغانستان کې د ترهګریزو تحرکاتو اجازه ور نه‌کړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلي مجاهد وويل: "داعش د تېر کال په پرتله ډېر ځپل شوی، ځینې نامردانه حرکات کوي چې هغه هم د ځپلو په حال کې دي، امریکا چې کومه اندېښنه ښيي دا ځکه تر یو ځایه سمه نه ده چې دلته افغانستان کې سر تاسري امنیت او نظام شته د امنیت ساتونکي شته او دغه شان کړۍ نه پرېږدي چې دلته یا له دې خایه د نورو هېوادونو پر ضد تحرکات ولري."

تر دې وړاندې هم بېلابېلو امریکایي چارواکو او پوځي جنرالانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه وخت ناوخت اندېښنې ښودلي او ویلي دي، چې په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پت ریدر په یاده خبري ناسته کې له افغانستانه د امریکا د افغان همکارانو د پناه غوښتنې او انتقال د بهیر په اړه یو ځل بیا خپله ژمنه اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG