د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

غني: افغانستان په وروستيو کې د سترو قدرتونو د 'نيابتي جګړې' په ډګر بدل شوی و


پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني
پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان وروستی ولسمشر محمد اشرف غنې وايي، افغانستان په وروستیو کلونو کې د سترو قدرتونو لکه امریکا، روسیې، ایران او نورو ترمنځ د نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی و.

په داسې حال کې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایدن او نور امریکایي چارواکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسېدلې وه خو ښاغلی غني ویلي افغانستان د امریکا د غلطو ژمنو په پایله کې سقوط شوی دی.

ښاغلي غني تازه PBS ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبانو د ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ تر اوږدې مودې د فعالیت وړتیا درلوده.

ښاغلي غني له PBS ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي: "طالبان د اوږدې مودې لپاره یوازې د ګاونډیو هېوادونو د پناه ځایونو او ملاتړ له امله وتوانېدل فعالیت وکړي. دوهم، افغانستان د امریکا او نږدې هر بل لوی قدرت، له روسیې نیولې تر ایران او نورو پورې د نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی و."

محمد اشرف غني په دې وروستيو څو ورځو کې له بېلابېلو انځوريزو رسنيو سره مرکې وکړې او د افغانستان پر سقوط يې خبرې کړي.
محمد اشرف غني په دې وروستيو څو ورځو کې له بېلابېلو انځوريزو رسنيو سره مرکې وکړې او د افغانستان پر سقوط يې خبرې کړي.

په داسې حال کې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او نورو امریکایي چارواکږ ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسېدلې وه او د وتلو نېټه یې له مخکې اعلان کړې وه، ښاغلی غني دغه شان په دې مرکه کې د جمهوري نظام سقوط د امریکا د غلط ډاډ له امله وباله.

"موږ ته ډاډ راکړل شو چې اوربند به وشي"

هغه وویل: "دوی د ډاډ ورکولو غلط سیستم درلود. موږ ته ډاډ راکړل شو چې اوربند به وشي او د راتلونکي حکومت په اړه سیاسي خبرې به د تړون یوه نه بېلېدونکې برخه وي، خو داسې کوم څه ونه شول."

محمد اشرف غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې یو کال وړاندې طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون اکثره ولایتونه له جګړې پرته ونیول.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر غني له طالبانو سره د جګړې ژمنه کړې وه او دوی تمه نه درلود چې هغه له هېواده ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د تېر کال په نومبر میاشت کې له سي. بي.اس سره په خبر کې وویل، ولسمشر غني له سقوط یوه شپه مخکې ورته په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی و، چې له طالبانو سره به تر مرګه جګړه کوي، خو بله ورځ له افغانستان "وتښتېد"

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

هڅه مو وکړه د ښاغلي د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو ویاندویانو یې تر دې دمه په دې اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.

محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته به تر هغه بېرته ستون نه‌شي چې په خبره يې "د ټولو افغانانو، ښځو او نجونو اساسي او بشري حقونه تامین شوي نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپل تېره یو کلنه واکمنۍ کې پر افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم تر څنګ له محرم پرته د سفر کولو بندیزونه لګولي دي.

نوموړي له افغانستانه تر وتلو وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پنځه میلیونه ډالرو د پاتې کېدو په اړه بې خبري وښوده خو ويې ویل چې د ده شخصي شتمني چې په خبره يې له افغانستانه د وتلو پر مهال په کابل کې پاتې شوې "لوټ" شوې ده.

نوموړي ويلي: "په ٢٠١٤ کال کې ما د خپلو شتمنيو په اړه ويلى وو چې ٥ ميليونه ډالره دي، زه نه پوهېږم چې څه مقدار يې هلته پاتې شول، خو زما شخصي شتمني ولوټل شوه، ما له ځان سره هيڅ هم را نه‌وړل ،ځکه زه بهر کومه شتمني نه‌لرم."

تر دې مخکې سیګار خبر ورکړی و، چې د ښاغلي غني تر وتلو وروسته شاوخوا پنځه میلیونه ډالر په ارګ کې پاتې وو، چې برخلیک یې لا مالوم نه دی.

پر محمد اشرف غني او ټيم يې له افغانستانه د وتلو پر مهال د ۱۶۹ میلیونه ډالرو د ویستلو تور دی.

خو له کابله له وتلو وروسته ښاغلي غني او ټیم يې دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې په دې برخه کې باید نړیوال څېړنې وکړي.

دغه شان څه موده وړاندې سیګار یا د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې د سرمفتش ادارې هم په یو راپور کې پر غني دغه لگېدلي تورونه بې بنسټه وبلل.

XS
SM
MD
LG