د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

اشرف غني: د دوحې تړون افغانستان کې د ناورين پيل و


محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

د افغانستان مخکېني ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني له CCN ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو له حاکميت سره هم باید نړۍواله ټولنه افغانستان یوازې پرې‌نږدي او په دې هېواد کې دې خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو سره د بشري بحران مخه ونیسي.

نوموړي د خپل حکومت په پرځېدو کې د دوحې تړون د ناورین پیل بللی چې په وینا یې د سولې پروسه یې تخریب کړه او د امریکا حکومت په دې تېروتنه کې چې طالبان بدل شوي، له هر ‌‌ډول ممکنه فشار څخه کار واخیست چې پنځه زره طالب بندیان ازاد او د دوحې تړون نورې برخې عملي کړي.

د جمهوريت له سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ له لومړۍ کلیزې سره سم مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا په وروستیو څو ورځو کې په رسنیو کې را څرګند شو چې د خپل حکومت د سقوط په عواملو او د افغانستان په اوسنې وضعيت وغږيږي.

له CCN سره په تازه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ډاکتر غني د دوحې تړون د ناورین پیل بللی چې د ده په وینا د سولې پروسه یې تخریبه کړه او افغان حکومت یې د مذکراتو له مېز څخه بهر کړ.

محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې له افغان خپرندويې شبکې سره مرکه کې وويل، د ده له وتلو مخکې د جمهوريت پايې ړنګې شوې وې.
محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې له افغان خپرندويې شبکې سره مرکه کې وويل، د ده له وتلو مخکې د جمهوريت پايې ړنګې شوې وې.

هغه ویلي، امریکا د طالبانو په پېژندلو کې تېروتې وه، ځکه یې د دوحې له تړون وروسته هڅه وکړه چې دا تړون د مخکېني افغان حکومت لخوا عملي شي او په دې خاطر د امریکا متحده ایالاتو د مرستو پرې کولو د ګواښ ترڅنګ له هر ډول ممکنه فشارونو څخه کار واخیست چې پنځه زره طالب بندیان ازاد او د دې تړون نورې برخې عملي شي.

مخکېني ولسمشر ویلي، افغانستان یې په داسې حال کې پرېښود چې د افغانستان امنیتي ځواکونه پاشل شوي وو، دفاع وزارت تخلیه شوی و او حتا خپلو ساتونکو یې ملکي جامې اغوستې او ارګ یې پريښی و.

د ښاغلي غني په وینا، په دې خاطر چې د طالبانو او پلویانو له لوري یې د یو بل افغان ولسمشر سپکاوی و نه شي، له هېواده وتل یې غوره وبلل.

خو تر دې مخکې ځینو مخکېنیو امریکايي چارواکو او د تېر جمهوري حکومت د کابینې غړو په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې د اګست په پنځلسمه له هېواده د ګوښه شوي ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني تګ د نظام د پاشل کېدو لامل شو.

د اوسني وضعېت په اړه ډاکتر غني په دې مرکه کې وویل چې د طالبانو په واکمنۍ کې دریو طبقو ښځو، ځوانانو او بې وزلو تر ټولو ډېر تاوان کړی، هیلې یې بایللي او د وطن د مالکيت احساس یې له لاسه ورکړی.

ډاکتر غني ویلي، افغانستان په بد وضعيت کې دی او نړۍ سره له دې چې طالبان په‌کې واکمن دي، باید افغانان یوازې پرې‌نږدي او په دې هېواد کې د کاري فرصتونو د برابرولو ترڅنګ دې په افغانستان کې د بشري او د کډوالۍ بحران مخه ونیسي.

نوموړي ويلي: "زه د مارکېټ په اساس ورته حل لاره لرم او هغه دا چې په ټوله کې دې افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او قربانیانو کورنیو ته د د دندو فرصتونه برابر شي."

ډاکټر غني داسې مهال د افغانستان د تېر حکومت د سقوط په عواملو او د افغانستان په اوسني وضعېت غږېدلی چې تازه د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا هم په خپل منشور کې په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د ټولشمولو حکومت په جوړېدو ټينګار کړی، هغه څه چې ولسمشر غني هم په خپله مرکه کې ورته اشاره کړې ده.

د دې شورا ناسته چې د یکشنبې په ورځ په انلاین ډول وشوه، د مخکېني حکومت د چارواکو ترڅنګ یو شمېر نورو سیاسي او جهادي رهبرانو هم په‌کې ونډه درلوده.

یادې شورا په خپل منشور کې ویلي دي، که طالبان د خلکو غوښتنې و نه مني او د يو ټولشموله حکومت د جوړولو په خاطر رښتیني مذاکرات و نه کړي، دوی به یې په وړاندې د پاڅون او مقاومت لاره خپله کړي.

د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه د پخواني ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني او مخکنیو چارواکو او سیاستوالو څرګندونې او ناستې داسې مهال کېږي چې طالبان په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ لومړۍ کلیزه نمانځي.

د اګست په پنځلسمه د جګړې له لارې واک ته رسېدلو طالبانو په تېر یوه کال کې هيڅ ډول ټاکنو ته اراده نه ده ښودلې او تل یې ویلي چې حکومت یې ټولشموله دی.

خو نړۍواله ټولنه لا هم پر طالبانو ټینګار کوي چې د یوه ټولشمولو حکومت د جوړولو ترڅنګ دې ټولو افغانانو ته خپل حقونه ورکړي او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو په زده کړو او کار دې اوسني لګول شوي محدودېتونه لرې کړي.

XS
SM
MD
LG