د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

اختریزه وینا؛ غني: جبر افغانستان ته ثبات نه شي راوستلای


د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، جبر افغانستان ته ثبات نه شي راوستلای.

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره شپه یې د لوی اختر په مناسبت وینا د هغه پر فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه یوازې په غږیزه توګه خپره شوه، وویل، جبر افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی.

ښاغلي غني په خپله وینا کې وویل: "جبر په افغانستان کې د ثبات نه شي لامل کېدای. بالعکس په ۴۴ کلونو کې موږ له دې امله د افغانستان د وروستي پاتې کېدو شاهدان یو. نتیجې ته د رسېدو یوازنۍ لار منطق، استدلال او د یو بل منل دي."

محمد اشرف غني وویل، یو نظام هغه وخت دوام کولی شي، چې د ولس اراده ورسره وي، دغه راز یې په افغانستان کې د ملي یووالي پر ټینګښت هم ټینګار وکړ.

تېره میاشت کابل کې داعش وسله والو د سېکانو پر ګوردواره برید کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
تېره میاشت کابل کې داعش وسله والو د سېکانو پر ګوردواره برید کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ښاغلي غني، د سکانو پر ګوردواره تازه حمله وغندله، دغه راز یې په تورخم او سپین بولدک کې له افغانانو سره کېدونکی ناوړه چلند هم وغانده.

غني د نجونو د تعلیم پر اهمیت هم خبرې وکړې او وې ویل: "ټولو بین المللي تجربو ښودلې ده، چې د یوې نجلۍ تعلیم پنځه نسلونه بدلولی شي او د یوه هلک تعلیم یو نسل بدلولی شي. په کومه کورنۍ چې یوه ښځه پوهه ولري، هغه بهترینه مسلمانه کورنۍ ده."

هغه پر دې خواشیني وښوده، چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخامخ دي، خو د افغانستان شتمني په هغو پیسو چې هره ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي نورو ځایونو ته صادرېږي.

طالبانو د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني پر دغو څرګندونو کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې یې د دغو ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG