د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د روسیې او اوکراین له لوري د رضاکاره جنګياليو د منلو اعلان؛ طالبان: بې‌پرې يو


اوکراین کې روسي ځواکونه
اوکراین کې روسي ځواکونه

وروسته له دې چې روسیې او اوکراین دواړو د یو بل پر ضد جګړه کې د رضاکارو جنګیالیو د منلو خبر ورکړ، د طالبانو حکومت وايي په افغانستان کې نړیوال وسله‌وال نه‌شته چې د دې جګړې لیکو ته ورشي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي رادیو ته وویل چې افغانستان په دې جګړه کې د هېچا پلوي هم نه‌دی.

د ښاغلي مجاهد د څرګندونو په اړه د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز د مرستیال حکمت اعظمي نظر پوښتلی دی.

ښاغلي اعظمي طالبانو ته د پوره بې‌پرېتوب سپارښتنه کوي: "طالبانو تر اوسه د هغو بهرنيو جنګیاليو پر ضد چې په افغانستان کې موجود وو، نه کوم پوځي اقدامات کړي دي، نه‌یې هغوی له افغانستانه شړلي دي او نه‌یې وژلي دي. دا په دې معنی ده چې طالب فکر کوي له دوی به د یوې وسیلې په توګه کار واخلي، خو زه فکر کوم چې طالبان باید په رښتیا سره پرې نه‌ږدي د افغانستان له خاورې د هېچا پر خلاف، دا که هند وي، که روسیه وي، که چین وي، که ایران د هغوی پر خلاف کار واخیستل شي. او که داسې کېږي نو بیا به دا ټول هېوادونه د طالبانو پر ضد د ګروپونو ملاتړ وکړي."

اوکراین د پنجشنبې په ورځ او روسیې پرون اعلان وکړ چې د یو بل پر وړاندې د جګړې په لیکو کې د رضاکارو وسله‌والو منلو ته چمتو دي، خو طالبانو بېګا یو ځل بیا د خپل حکومت پر بې‌پرېتوب ټینګار وکړ.

په اسلام‌اباد کې د اوکراین سفارت وړمه ورځ وویل په پاکستان کې ډېر کسان په خپله خوښه حاضر شوي چې د روسیې پر ضد د جګړې لپاره اوکراین ته لاړ شي.

د سفارت ویاندې د امریکا غږ اردو څانګې ته وویل چې دوی له رضاکارو جنګیالیو غوښتي دي چې مراجعه ورته وکړي.

همداراز پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د اوکراین پر ضد جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو د ګډون هرکلی کوي. د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې له منځني ختیځ څخه شااوخوا ۱۶ زره وسله‌وال چمتو دي چې په اوکراین کې د روسیې په پلوي جګړه وکړي.

افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې او ناامنۍ له کبله د نړیوالو جنګیالیو کوربه پاتې شوی او د اشرف غني په مشرۍ د پخواني نظام چارواکو به ویل چې له ۲۰ زیاتې ترورېستي ډلې په افغانستان کې فعالې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت ویاند وايي په افغانستان کې نړیوال جنګیالي نه‌شته.

ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان پر اوکراین د روسیې د برید له کبله په روان کړکېچ کې بې‌پرې دی.

ښاغلی مجاهد وايي: "افغانستان یو تعهد لري چې له خپلې خاورې څخه هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې بل چا ته تهدید جوړ شي او بل په افغانستان کې داسې پدیدې هم نه‌شته چې د نورو هېوادونو اړوند وي او کرايي جنګیالي ترې جوړ شي. دا په موږ پورې اړه نه‌لري. افغانستان له دې مسایلو مصون دی او دوهمه خبره دا چې زموږ له خاورې څخه له یوه سره هم ملاتړ نه‌کېږي."

د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه‌کولو ضمانت د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د موافقې مهمه برخه وه. طالبان چې په هېواد کې دننه د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې او په دې مبارزه کې د بریا ادعا کوي، په وار وار ویلي دي چې د دوی حکومت په نړیوالو مسایلو کې بې‌پرې دی.

XS
SM
MD
LG