د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

عمرخېل: په کار ده پر محمد اشرف غني تورونه وپلټل شي


محمد اشرف غني، د تېر حکومت ولسمشر
محمد اشرف غني، د تېر حکومت ولسمشر

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي دفتر یا سیګار، په خپل یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، هغسې چې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، په ملیونونو ډالر له ځان سره نه وو وړي.

د سیګار په راپور کې راغلي، پخواني ولسمشر غني، له ځان سره تر یو ملیون ډالره پورې پیسې هم نه دي وړي.

د عدالت غوښتونکو شورا چې له بېلابېلو مدني ټولنو، خبریالانو، ځوانانو او قومي شوراګانو سره یوځای په افغانستان کې د ټولنیز عدالت د ټینګېدو او د اداري فساد د مخنیوي لپاره هڅې کوي، دغسې مسایل څاري.

د دې شورا عمومي مشر، جمعه خان عمرخېل څخه زموږ همکار د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې:

ستاسو نظر څه دی، چې په لومړیو کې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني ولې د ملیونونو ډالرو په وړلو تورن شو؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
XS
SM
MD
LG