د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

سيګار: غني له افغانستانه د وتو پر مهال میلیونونه ډالر نه دي وړي


مخکينى افغان ولسمشر محمد اشرف غني
مخکينى افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش خپل نوي راپور کې ویلي، هغه ادعاوې سمې نه‌دي چې مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتو پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي دي.

سیګار په خپل راپور کې، چې د کانګریس جګپوړو ډ‌یموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ته یې استولی لیکلي، په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې وایي مخکيني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل څخه د وتو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه امریکایي ډالر وړي.

سیګار ویلي، په هغو هيلیکوپټرو کې، چې محمد اشرف غني، مېرمن یې او نور جګپوړي چارواکي ورسره وو، د ۵۰۰ سوه زره امریکایي ډالرو څخه ډېر نه‌دي وړل شوي.

له افغانستانه د غني له وتو وروسته، په کابل کې د روسیې سفارت رسنیو سره خبرو کې تور ولګاوه چې نوموړي او لوړ پوړو سلاکارانو یې په موټرو او هيلیکوپټرو کې نږدې ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي دي.

خو سیګار زیاتوي، دا هيلیکوپټرې له دې امله چې ښاغلی غني یې لېږداوه مرمۍ ضد شوې وې او ان د ۵۴ تنو لېږد ورته ستونزمن شوی و، نو که دومره ډېر ډالر د سلو نوټونه هم وي، وزن یې له ۲ ټنو ډېرېږي او په ۴ هيلیکوپټرو کې لېږد له امکان لرې دی.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په خپلو لومړنیو څېړنو کې دا موندلې، چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د افغانستان له بېلابېلو ادارو لسګونه میلیونه ډالره ورک شوي او تر اوسه یې هېڅ درک معلوم نه‌دی.

د افغانستان پر مخکيني ولسمشر د پیسو د لېږد له ادعا وروسته، هغه په یوه ویډیويي پیغام کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې دا تور وڅېړي او دی حاضر دی چې په دې برخه کې هر ډول همکاري وکړي.

خو ښاغلي غني د سیګار د نوي راپور په اړه تر اوسه غبرګون نه‌دی ښودلی.

سیګار لیکي، پر محمد اشرف غني د فساد د تور خبره، په تاجیکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم کړې وه، خو دا اداره زیاتوي، ښاغلي اغبر د تحقیق کوونکو سره له خبرو کولو ډډه کړې او د خپلې ادعا لپاره یې هېڅ شواهد هم نه‌دي وړاندې کړي.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش راپور کې دا هم لیکل شوي، چې نږدې ۵ میلیون ډالر په ارګ پاتې و او له جمهوري ریاست د هيلیکوپټرو له پورته کېدو وروسته، احتمالاً د جمهوري ریاست کارکوونکو سره وېشلي وي.

له دې وړاندې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور او وروسته یې رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند هم له افغانستانه د پیسو د لېږد خبره کړې وه، خو طالبانو د سیګار د نوي راپور په اړه زموږ پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

ملا محمد حسن آخند
ملا محمد حسن آخند

که څه هم مخکيني حکومت ادعا کوله، چې له اداري فساد سره یې سخته مبارزه کړې ده، خو په اداري فساد د ککړو هېوادونو د درجه بندۍ په لومړي سر کې و.

اوس طالبان هم ورته ادعا کوي او وايي، له افغانستانه یې د اداري فساد ټغر ورټول کړی، خو لا د طالبانو په واکمنۍ کې د فساد په اړه کوم معتبر راپور نه‌دی خپور شوی.

یوه اندېښنه دا هم ده، چې طالبان اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې لازمه همکاري نه کوي او له همدې امله شاید ډېر مهم موضوعات روښانه نه‌شي.

XS
SM
MD
LG