د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

مېل: ذبیح الله مجاهد وايي، اوسلو کې طالبانو سره خبرې به د جګړې فضا بدله کړي


ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد
  • مېل

د بریتانیا مېل ورځپاڼې په اوسلو کې د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره د طالبانو خبرې د اګسټ په ۱۵مه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په اروپا کې د طالب چارواکو لومړنۍ رسمي خبرې بللي او د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په قول یې لیکلي چې دا خبرې به له دوو لسیزو وروسته د جګړې فضا بدله کړي.

مېل ورځپاڼه لیکي:

هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ځکه چې نړیوال د دې ډلې د بشري حقونو په سرغړونه په غوسه دي، خو د طالبانو د حکومت ویاند وايي چې د دوی اسلامي امارت د لوېدیځوالو د غوښتنو د پوره کولو لور ته ګامونه اخیستي او هیله لري چې د اروپايي هېوادونو په شمول له ټولو هېوادونو سره د ډپلوماسۍ له لارې اړیکې ټینګې کړي.

ذبیح الله مجاهد وايي، طالبان غواړي چې د جګړې اتوموسفیر په سوله ییز وضعیت بدل کړي.

ټاکل شوې ده چې نن یکشنبه(د سلواغې ۳مه) په اوسلو کې د طالبانو او لوېدیځو چارواکو ترمنځ په افغانستان کې د بشري حقونو او بشري مرستو په اړه خبرې پیل شي.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان د پرزول شوي ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د پخواني سلاکار حمدالله محب څرګندونې خپرې کړي.

محب په وروستیو کې د کابل د سقوط او د طالبانو د واک ته رسېدو په اړه د ازادي راډیو په شمول له بېلابېلو رسنیو سره څو مرکې وکړې.

ده له فارن پالیسي مجلې سره په تازه مرکه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ویلي: "موږ هیله لرله چې د څو لسیزو جګړو باب په سوله ییز ډول پای ته ورسوو، خو دا مې ځوروي چې له ۴۰ کلونو جګړې وروسته د افغانانو کړاوونه دوام لري. که څه هم په لویه کچه تشدد تر ډېره کم شوی، خو په مجموع کې د سخت بشري او اقتصادي وضعیت له کبله د افغانانو کړاوونه دوام لري. هغه ادارې او موسسې چې په تېرو شلو کلونو کې په خواریو جوړې شوې وې، فسخه شوي، افغانستان د اقتصادي پاشلتیا په درشل کې دی. سیاسي تنوع او ازادۍ له منځه تللي، د مدني ټولنو او د اپوزیسیون (مخالفت) غږونه چوپ کړل شوي، رسنۍ تر ډېره د ځان سانسورولو ته اړ ایستل شوي، د افغانستان په لویو ښارونو کې ښاري دود په له منځه تلو دی او هېواد په سرعت د انزوا په لور روان دی."

XS
SM
MD
LG