د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

واشنګټن پوسټ: طالبانو له نجونو سره خپله ژمنه ماته کړه، امریکا ته باید ځواب ورکړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • بي اېن اېن-بلومبرګ

کاناډایۍ خپرونې (بي اېن اېن-بلومبرګ) کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر پر سفر لیکنه خپره کړې ده.

دا خپرونه لیکي چې د وانګ یي سفر اعلان شوی نه‌و، دی له اسلام‌اباده د پنجشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او د پاکستان په پلازمېنه کې یې د اسلامي همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه اخیستې وه.

خپرونه وړاندې لیکي چې تېر ځل په ۲۰۱۸ کال کې د چین دا جګپوړي ډیپلومات افغانستان ته تللی و او هغه وخت‌یې د امریکا د ملاتړي حکومت له ولسمشر اشرف غني سره کتلي و.

د خپرونې په باور پیکېنګ دا تمه لري چې د افغانستان د پراخو زېرمو استخراج ته لاره پیدا کړي او په سیمه کې د یوه کمبربند یوې لارې پروژه سمه پلې کړي، نو د طالبانو واکمني یې ستایلې. طالبان بیا دې ته لېواله دي چې د چین د مرستو له لارې به نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

د بي اېن اېن-بلومبرګ په باور وانګ یي د جمعې په ورځ نوې ډېلي ته ځي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، «طالبانو له افغان نجونو سره خپله ژمنه ماته کړه، امریکا ته باید ځواب ورکړي».

ورځپاڼه لیکي، طالبانو د چهارشنبې په سهار خپله دوه ورځې مخکېنۍ پرېکړه چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې به ښوونځیو ته پرېږدي بدله کړه او په کابل کې یې د ښوونځیو له مخې یو شمېر نجونې بېرته خپلو کورونو ته ستنې کړې.

د واشنګتن پوسټ په باور د کابل په لوېدیځ کې د یوه ښوونځي له ور سره چې نجونې راغونډې شوې وې، د طالبانو وسله‌والو هوایي ډزې وکړې چې نجونې سره خورې شي او کورونو ته ولاړې شي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې نجونې باید اسلامي حجاب مراعات کړي او د دوی لپاره ښځې ښوونکې کمې دي.

د ورځپاڼې په باور په حقیقت کې د دې پرېکړې علت تر ډېره په طالبانو کې د سخت‌دریځو افراطي کسانو د ځواک څرګندونه ده چې دوی تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده‌کړو سره مخالف دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په وروستیو اوونیو کې داسې نورې نښې هم لیدل شوې دي لکه د امر بالمعرف او نهي عن‌المنکر وزارت چې د روغتیا له وزارته وغوښتل چې ښځینه او نارینه کارکوونکي باید سره بېل شي.

واشنګټن پوسټ بیا د بې‌سرحده خبریالانو په وینا دا خبره هم راخیستې ده چې نږدې ۸۰ خبریالانې له دندو ګوښه شوې دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د افغان نجونو د ښوونځیو په برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړه ظالمانه ده، ځکه چې د دوی رژيم پوهېږي چې نړیواله ټولنه ښوونځیو ته د نجونو د تګ مسئله څاري او دا له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې له مرستو او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو له موضوعاتو سره تړلې ده.

XS
SM
MD
LG