د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

واشنګټن پوسټ: د تېر نظام یو تکنوکرات د مرستو جلبولو لپاره د طالبانو کلیدي شخص دی


کابل کې یو تن وسله وال طالب
کابل کې یو تن وسله وال طالب
  • واشنګټن پوسټ

د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي چې افغانستان مرستو ته ډېره اړتیا لري، خو د تېر حکومت یو تکنوکرات دا مهال د مرستو جلبولو په هدف د طالبانو د هڅو کلیدي شخص ګڼل کېږي.

په لیکنه کې د ۴۰ کلن نذیر کبیري یادونه شوې چې د یوه فولبرایټ بورس په مرسته یې شل کاله مخکې د امریکا په کنټاکي ایالت کې په اقتصاد کې ماسټري وکړه، بیا یې یو مطالعاتي مرکز پرانیست چې په ملي مسایلو کې یې انتقادي تفکر او عمومي مشارکت ته لار پرانیستله.

نذیر کبیري په څه باندې یوه لسېزه کې د لېرې کړای شوي ولسمشر، محمد اشرف غني په حکومت کې یو لوړپوړی مالي چارواکی و.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د اګست په نیمايي کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کبیري امر، یعني د مالیې وزیر تر استعفا وروسته له افغانستانه وتښتېد.

د مقالې په دوام راغلي چې د کبیري ګڼو دوستانو چې تحصیل کړي او په حکومت کې شامل وو، همدا کار وکړ.

ورځپاڼه زیاتوي، د کبیري امنیتي ساتونکو په وروستیو شېبو کې ده ته زارۍ وکړې چې دی هم لاړ شي، خو کبیري دا کار ونه کړ او پرېکړه یې وکړه چې په افغانستان کې پاتې شي.

واشنګټن پوسټ لیکي، تېره چهارشنبه د ګڼو نړیوالو ادارو چارواکي په مالیې وزارت کې پر یوه مېز سره راغونډ شوي وو چې د طالب چارواکو په ډله کې نذیرکبیري هم ناست و.

واشنګټن پوسټ لیکي، خو د مذهب پر بنسټ ایجاد شوي رژیم لپاره چې په مسلکي لحاظ خورا کمزوری دی، د کبیري کلیدي نقش یوازې د تخصص له مخې مهم نه دی، هغه چې مهم دي د ورځپاڼې په لیکنه دا دي چې دی یو تاجک ټبره دی، په اوسنیو چارواکو کې له ګوتو په شمېر تاجک وګړو ګڼل کېږي چې نه د طالبانو په مذهبي ډلې پورې اړه نه لري او نه په پښتنو پورې.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د اقتصادي زوال د پراخېدو او بشري بحران د ژورېدو خبرداری ورکړی دی.

ګڼو هېوادونو له طالبانو غوښتنه کړې، داسې حکومت جوړ کړي، چې ټول قومونه او ډلې-ټپلې په کې خپل ځان وویني. طالبان وايي حکومت یې ټولګډونه دی.

  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د بریتانیا سفارت د لسګونو ساتونکو د برخلیک په باب لیکنه خپره کړې چې ویلي یې دي، دوی هېر شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په ښکاره ژمنه کړې وه چې په کابل کې به د بریتانیا سفارت ټول ساتونکي چې د ګارده ولډ 'GardaWorld' تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه، له افغانستانه باسي او بریتانیا ته به د تګ زمینه ورته برابرېږي.

خو د ګارډین په لیکنه، دغه ژمنه تراوسه پورې نه ده پرځای شوې.

دغې ورځپاڼې د عبدالله په مستعار نوم د بریتانیا د سفارت د یوه ساتونکي په وینا لیکلي چې وايي دی او ۱۸۰ نور همکاران یې هیله من وو چې له افغانستانه به وایستل شي، خو د خلکو د ایستلو بهېر یا تخلیه د کابل هوايي ډګر ته نږدې د اګست پر ۲۶مه د بمي حملې له کبله ګډوډ شو.

په کابل کې د بریتانیا د سفارت ساتونکو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې په سختو اقتصادي شرایطو او امنیتي ستونزو کې ژوند تېروي.

ګارډین د عبدالله په وینا لیکلي چې وايي کابل کې د فرانسې د سفارت ټول ساتونکي ایستل شوي، د جرمني او اسټرالیا حکومتونه هم د خپلو سفارتونو د افغان کارکوونکو په ایستلو بوخت دي.

عبدالله ګارډین ته ویلي، د کاناډا حکومت حتی د پاکولو او نجارۍ د برخې کارګر هم چې له دوی سره یې کار کړی و، له افغانستانه ایستلي دي.

عبدالله وايي، د بریتانیا سفارت چې په افغانستان کې یو له لویو سفارتونو و، دوی یوازې پرېښي او حیران دی، چې ولې هېر کړای شوي دي؟

د ګارډین په لیکنه، د بریتانیا د حکومت یوه ویاند ویلي چې د دوی حکومت به خپله هغه ژمنه پرځای کړي چې په بریتانیا کې یې د کابل د بریټش کونسل د کارکوونکو او د بریتانیا سفارت د ساتونکو د مېشتولو لپاره یې کړې وه.

XS
SM
MD
LG