د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

خلک: پخواني چارواکي د خپلو ګټلو لپاره له یو بل سره ګوري، نه د خلکو لپاره


د مشرانو جرگې پخوانی رئیس جناب فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرگې پخوانی رئیس جناب فضل هادي مسلمیار

تر ټولو تازه لیدنه کې چې د چهارشنې په ورځ شوې، ښاغلي عبدالله په خپل کور کې لومړی د مخکیني نظام د مشرانو جرګې له رییس فضل الهادي مسلم یار او بیا وروسته له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د هغه معلوماتو پر بنسټ چې د ښاغلي عبدالله په فیسبوک پاڼه خپاره شوي، نوموړې په تېره یوه میاشت کې دوه وارې له ښاغلي کرزي او درې وارې له ښاغلي مسلمیار سره په خپل کور کې کتلي او ویل شوي چې په روان وضعیت خبرې شوي دي.

د دغو مخکنیو افغان چارواکو او سیاسیونو ګرمو او پرله پسې لیدنو کتنو د خلکو ترمنځ پوښتنې پیدا کړي او انتفاد دا دی چې دا لیدنې کتنې دوی د خپلو ګټو لپاره کوي نه د خلکو لپاره.

په ټولنیزو رسنیو کې بیا تر ډېره په یو سیاسي طنز هم بدلې شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې او د ټولنیزو رسنیو کارونکې مرجانې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کارونه او لیدنې د خلکو درد نه دوا کوي، دغه څهرې باید هڅه وکړي چې یو عملي کار د خلکو لپاره وکړي. نه داسې چې هره ورځ عکس واخلي او خپور یې کړي."

د کابل ښار بل اوسېدونکې او د ټولنیزو رسنیو کارونکی قاسم هم ورته نظر لري: "دغه فعالیتونه د خلکو د پام اړولو لپاره دي، غواړي خلکو ته دا ښکاره کړي چې شته دي او فعالیت کوي، ان دوی خپله له هغه څه چې روان دي خبر نه دي."

د ښاغلي عبدالله د فیسبوکپاڼې د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نوموړي له ښاغلي کرزي او مسلمیار سره ۲۲ وارې لیدلي دي چې ډېری لیدنې د ده په کور کې شوي دي.

په لومړیو کې او په ځانګړې توګه په اګسټ میاشت کې په دې لیدنو کې نورو سیاسي مشرانو او د بهرنیو هېوادونو ډپلوماټانو هم ګډون کړی و، په داسې حال کې چې تېرو څلورو میاشتو کې بیا دغه لیدنې خپلمنځي وې.

خو مخکې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال، اسدالله سعادتي چې په خبره یې په یو شمېر دغو لیدنو کې یې حضور درلود ازادي راډیو ته یې وویل چې دا لیدنې کتنې، د افغانستان د ثبات، امنیت او ملي یووالي لپاره په خبرو ورټولې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال، اسدالله سعادتي
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال، اسدالله سعادتي

دی وايي: "عمومي خبرې همدغه دي چې دغه مشران چې پاتې دي غواړي چې په اوسني وضعیت کې د ثبات، امنیت او ملي یووالي په برخه کې مرستندویه وي. نه د امارت له خوا او نه د دغو سیاسي مشرانو له خوا په اوسني حکومت کې د ګډون په تړاو کوم بحث شوی."

د ښاغلي سعادتي په خبره، دا لیدنې کتنې به کومه ښکاره نتیجه ونه لري، خو په خبره یې کوم موضوعات چې یاد شول په دې برخه کې بې اغیزې هم نه دي.

د یادونې وړ ده چې د اګسټ له پنځلسمې پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني او مرستیالانو په ګډون یې ډېری افغان سیاسیون او مخکیني چارواکي له افغانستان ووتل .

خو یو شمېر کم بیا په هېواد کې دننه پاتې شول چې ښاغلی عبدالله، کرزی او مسلمیار له مهمو دغو د ګوتو په شمېر کسانو څخه دي.

XS
SM
MD
LG