د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

حامدکرزي په لومړي ځل له هېواده بهر ته په تلو کې د ستونزو یادونه کړې


پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، هغو سفرونو کې چې ټاکل شوې وه د ملي مصالحې د عالي شورا له پخواني ريیس عبدالله عبدالله سره یې له هېواده بهر ته وکړي، ستونزې وې.

دا خبره العالم خبري شبکې د ښاغلي کرزي په قول کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي له دې شبکې سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې ستونزې حل شي، خو دا یې نه دي ویلي چې ستونزې څه دي؟

ازادي راډیو د پخواني ولسمشر د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه وپوښتل چې څه وايي، خو ښاغلي مجاهد په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه.

حامد کرزي ویلي چې په کابل ښار کې د ګرځېدو ازادي لري او همدا راز ښاغلي عبدالله سره ویني
حامد کرزي ویلي چې په کابل ښار کې د ګرځېدو ازادي لري او همدا راز ښاغلي عبدالله سره ویني

د اګسټ په پنځلسمه نېټه د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو سره سم د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول د پخواني حکومت اکثره چارواکي له افغانستانه ووتل، خو ښاغلیو کرزي او عبدالله یا ونه غوښتل یا ونه توانېدل چې بهر ته لاړ شي.

حامد کرزي العالم شبکې ته ویلي چې په کابل ښار کې د ګرځېدو ازادي لري او همدا راز ښاغلي عبدالله سره ویني او خلک هم د دوی لیدو ته ورځي.

ښاغلي کرزي دا هم ویلي، هیله لري چې افغانستان د داسې حکومت خاوند شي چې د ده په وینا درست ولس په کې ځان وویني.

که څه هم طالبان خپل حکومت ټولشموله بولي، نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت پر پراخ بنسټوالي او ښځو ته په هغه کې د ونډې د ورکولو پر اړتیا ټینګار کوي.

د منتقدانو په وینا د طالبانو سرپرسته کابینه یوازې د طالبانو له غړیو او همدا راز د حقاني شبکې له کسانو جوړه ده.

XS
SM
MD
LG