د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

پر افغانستان د طالبانو واکمني؛ جرمني اژانس: بلوچستان کې بریدونه لا زیات شوي


ارشیف، کوټه کې له یوه چاودنې وروسته امنیتي سرتیري د سیمې جاج اخلي
ارشیف، کوټه کې له یوه چاودنې وروسته امنیتي سرتیري د سیمې جاج اخلي

جرمني اژانس د بلوچستان د کورنیو چارو د ایالاتي وزارت د یوه چارواکي په وینا څرګندوي چې په۲۰۲۱م زېږدیز کال کې په بلوچستان کې تروریستي پېښې د تېرکال پرتله تر نوي فیصده زیاتې شوي دي.

دا اژانس پرته له دې چې د دې چارواکي نوم یاد کړي، څرګندوي چې په ۲۰۲۱م زیږدیز کال کې په بلوچستان کې ۱۳۷ تروریستي پېښې شوي چې د امنیتي ځواکونو په شمول تر ۱۳۰ ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

د امنیتي چارو څیړونکي امیر رعنا جرمني اژانس ته وویل، وروستیو میاشتو کې سره ورته وړې پېښې زیاتې شوي دي.

د رعنا په وینا داعش او د بلوچستان بیلتون غوښتونکي له ادعا سره سم د افغانستان خوا ته پټ دي او له هغه ځایه په بلوچستان کې بریدونه تنظیموي.

د امنیتي چارو څیړونکي امیر رعنا وویل، وروستیو میاشتو کې سره ورته وړې پېښې زیاتې شوي
د امنیتي چارو څیړونکي امیر رعنا وویل، وروستیو میاشتو کې سره ورته وړې پېښې زیاتې شوي

د جرمني اژانس د راپور له مخې وروسته تردې چې طالبانو کابل نیولی دی پاکستاني طالبانو 'تحریک طالبان پاکستان' په سلګونو حملې کړي دي او دې ډلې د پاکستان له حکومت سره تر یوې میاشتني اوربند وروسته چې د ډسمبر په لسمه پای ته ورسېد په پاکستان کې د لږ تر لږه ۱۶ حملو مسوولیت منلی دی.

دې ډلې بیا تر ډېره په خېبرپښتونخوا او له افغانستان سره د ختیځې پولي په اوږدو په پرتو سیمو کې حملې کړي دي.

د پاکستان لپاره د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني ځانګړي سلاکار محمد عمر داوودزي ازادي راډیو ته وویل چې اسلام اباد که یوه پلوه ته خوښ دی چې طالبانو کابل نیولی دی بل پلو اندېښنه لري.

داوودزي زیاته کړه: "زما چې څومره برداشت دی او څومره هغه ملک پېژنم او د هغوی له ګټو او تاوانونو سره اشنایي لرم؛ په یو حساب خوشاله دي چې د هند لاس یې له افغانستانه قطع کړ اما په بل حساب باید تشویش ولري چې دغه حالت په دوی هم راتلونکی دی کیدای شي نن یا سبا په دوی راشي."

محمد عمر داوودزي وویل چې اسلام اباد که یوه پلوه ته خوښ دی چې طالبانو کابل نیولی دی بل پلو اندېښنه لري.
محمد عمر داوودزي وویل چې اسلام اباد که یوه پلوه ته خوښ دی چې طالبانو کابل نیولی دی بل پلو اندېښنه لري.

روانه اونۍ دوشنبې په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد حسین د ښاغلي داوودزي اندېښنه په بل ډول له پاکستانیانو سره شریکه کړه.

ده د خبرې غونډې پر مهال له ښځو سره د افغان طالبانو پر چلند انتقاد وکړ او ویې ویل، داسې خبرې چې ښځې یوازې سفر نه شي کولی، ښوونځي او پوهنځي ته نه شي تللی، دا ډول وروسته پاتې تفکر پاکستان ته خطر دی.

په بلوجستان کې د بیلتون غوښتونکو د بریدونو یو هدف په سیمه کې د چین پانګونه ده.

پیکنګ غواړي چې د بلوچستان له لارې د چین شینجن ولایت له عرب سمندرګي سره د لارې او ریل په واسطه وصل کړي.

په بلوجستان کې پر هغو کسانو چې د دې پروژې د پلي کېدو لپاره هڅې کوي په منظم ډول بریدونه کېږي او تر ډېره د دې بریدونو مسوولیت بلوچ بیلتون غوښتونکي په غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG