د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

طالبان: پخوانیو لوړ پوړو چارواکو ته خپل حکومت کې ونډه نه ورکوو


د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا لومړی مرستیال عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا لومړی مرستیال عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا لومړی مرستیال وايي، دوی پرېکړه کړې چې پخوانیو لوړ پوړو چارواکو ته به خپل حکومت کې ونډه نه ورکوي.

عبدالغني برادر له ملي ټلویزیون سره مرکه کې چې تېره شپه خپره شوه پخواني چارواکي، په فساد، غلا او قتل تورن کړل او ویې ویل، نه غواړي خپل حکومت دې کسانو ته په ځای ورکولو سره بدنام کړي.

برادر پخواني لوړ پوړي چارواکي په فساد تورنوي او وايي، نه غواړي خپل حکومت کې دې کسانو ته په ځای ورکولو سره بدنام کړي.

نوموړی وايي: "دا که یو پنځه کس هم وي، ټول نظام پرې بدنامېږي، ځکه دوی له خپل عادت نه تېرېږي. دوی چې کوم عادت درلود، هغه که د فساد و، غلا و یا هم قتل، هغه به بیا هم کوي. "

دا لوړ پوړی طالب چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومته غواړي چې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي.

اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل، امریکا یوې ۱۵ کسیز نوم‌‌لړ ورسپارلی چې دغه کسان خپل حکومت کې شامل کړي.

هغه ویلي و: "دې کسانو کې د محمد محقق، کریم خلیلي، عطامحمد نور، سیما سمر او باتور دوستم په ګډون د یو شمېر کسانو نومونه وو. "

د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملاعبدالغني برادر هم دا خبره تاییدوي، خو وايي، دا کار امکان نه لري.

د امریکا او نړیوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره یو شرط، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي چې د ټولو قومونو استازي، مذهبي لږکي او نور په کې شامل وي.

خو ښاغلی برادر وايي، دوی دا شرط پوره کړی او نظام کې یې د هر قوم وګړي شته، مګر خبرداری ورکوي، که یې حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي، په افغانستان کې له نیستۍ راتلو سربېره به، سیمه او نړۍ هم اغېزمنه شي.

پوښتنه دلته ده چې د طالبانو دا دریځ به له نړیوالې ټولنې سره ټکر لاڅومره پراخ کړي او زیان به یې څه وي.؟

خبریال او شنونکی سمیع یوسف‌زی دې پوښتنې ته ځواب وايي: "طالبانو دا ذهنیت جوړ کړی چې دې ډول غوښتنو ته په هېڅ قیمت غاړه نه ږدي. ان که د طالبانو دا ځواب یا د نړیوالې ټولنې مقابل کې د طالبانو ضد د دې لاملل کېږي چې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي. دوی دې قیمت ورکولو ته تیار دي. دوی فکر کوي چې افغانستان باید په خپله جوړ کړو. که د نړیوالې ټولنې شرایط ومني، نو بیا هغوی له سترو شرایطو پیل کوي او بیا وړو شرایطو ته راځي."

خبریال او شنونکی سمیع یوسف‌زی
خبریال او شنونکی سمیع یوسف‌زی

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال په خپله مرکه کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو زده‌کړې او کار، اقتصادي ستونزو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په پیاوړتیا هم خبرې وکړې.

هغه وویل، نجونو او ښځو ته به ژر د کار او زده‌کړې زمینه برابره شي، د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د کانونو د کېندنې لپاره پانګوالو ته زمینه برابروي او غواړي نړۍ سره ښې اړیکې ولري.

عبدالغني برادر له واکه د پرځول شوي جمهور رییس محمد اشرف غني هغه ادعا هم رد کړه چې ویلي یې دي، طالبانو پلان درلود د کابل له نیولو وروسته، دی ووژني.

هغه وویل، ګڼ شمېر افغان سیاست‌وال او د مخکني حکومت کارکوونکي کابل کې دي او د ده په خبره، عادي ژوند کوي او له خلکو سره ګوري:"که موږ وګورو دوی ټول سره په جنایت کې یو شان دي، خو هغه تاسې نه ګورئ چې سره ناست دي، له خلکو او دنیاوالو سره ملاقاتونه نه کوي، کوم ډول ستونزه ورته پېښه شوې ده."

د ښاغلي برادر اشاره پخواني جمهور رییس حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله ته ده چې کابل کې دي او له خلکو او ځینو بهرنیو چارواکو سره لیده کاته کوي.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له دې امله چې لا یې څېره چا نه ده لېدلې او د حکومت رییس الوزرا د ډېرې چوپتیا له امله د خلکو له نیوکو سره مخ دي، خو لومړی مرستیال یې عبدالغني برادر په لومړي ځل د یوې داخلي رسنۍ سره مرکې ته حاضر شوی.

هغه رسنۍ چې د دوی د حکومت د پالیسۍ له مخې خپرونې کوي. تر اوسه پخوانیو چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG