د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د اشرف غني په اړه د سيګار پر راپور د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د تېر حکومت ولسمشر محمد اشرف غني
د تېر حکومت ولسمشر محمد اشرف غني

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر- سیګار هغه راپور ته کتنه کړې چې د تېر حکومت پر چارواکو د لسګونه میلیون ډالرو د غلا تورونه یې ناسم بللي دي.

پر افغانستان د طالبانو له ناڅاپي واکمنېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې پخواني ولسمشر اشرف غني او همکارانو یې د بیت المال ۱۶۹ میلیون ډالر په هلیکوپټرو کې وړې دي.

ورځپاڼه لیکي چې دې خبر له هېواده د وتلو په خاطر د ښاغلي غني پر وړاندې د خلکو غوسه نوره هم وپاروله.

ډېری څارونکي له هېواده د پخواني ولسمشر وتل هغه اصلي عامل بولي چې پایله یې کابل ته د طالبانو ننوتل او پر هېواد د دوی واکمنېدل و.

واشنګټن پوست د سیګار د راپور هغه برخه را اخیستې ده چې د ښاغلي غني له خوا د میلیونونه ډالرو غلا یې ناممکنه بللې ده خو وايي چې پخوانی ولسمشر او نژدې ملګري یې له یو اندازه نغدو پیسو سره چې د سیګار د راپور په اساس یو میلیون ته نه رسېږي بلکې ښايي پنځه لکه ډالرو ته نژدې وي له افغانستانه وتلي دي.

سیګار همدا راز ځینې مشکوک موارد موندلي دي چې ښيي په ارګ کې شاوخوا پنځه میلیون ډالره نغدې پیسې پاتې وې او ظاهرا د هیلیکوپټرو له روانېدو وروسته او د طالبانو له خوا د ارګ تر نیول کېدو مخکې د ولسمشر د امنیت د ادارې غړو په خپلو کې سره وېشلې دي.

د سیګار راپور د پخواني حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې یاد شي زیاتوي چې نوموړی وايي ټولو کسانو په خپلو جیبونو کې د پنځو او لس زرو ډالرو ترمنځ پیسې لرلې خو له هېچا سره میلیون نه وې.

پخواني ولسمشر هم په وار د پیسو د وړلو تورونه رد کړي دي.

د افغانستان لیرې شوی ولسمشر، کورنۍ او ځینې همکاران یې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان:

د بشري حقونو د څار سازمان پر خپله ویبپاڼه په یوه مطلب کې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو لګېدلو محدودیتونو ته پام اړولی.

هیومن رایټس واچ په دې مطلب کې وايي، کله چې طالبانو د مې په اوومه نېټه اعلان وکړ چې نجونې او ښځې باید له ضروري حالاتو پرته له کورونو ونه وځي او که وځي هم نو مخ او ټول بدن یې باید پوښلی وي، ځینې خلک حیران شول.

مطلب زیاتوي، په دې ډله کې ځینې هغه ډيپلوماتان او څارونکي هم شامل وو، چې کابل ته د طالبانو له ننوتو دوه ورځې وروسته یې، په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د طالب مشرانو خبرو ته غوږ نیولی وو.

دوی هغه مهال ژمنه وکړه چې دا ځل به د تګ راتګ، کار او تعلیم په ګډون د ښځو حقونو ته ډېر درناوی وکړي، خو هیومن رایټس واچ لیکي افغان مېرمنې او فعالانې چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو د واکمنۍ تېره دوره یې لیدلې وه حیرانې نه شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان په پای کې لیکي چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافع فعالانو تل خبرداری ورکاوه چې د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو ژمنې ناسمې دي او اټکل یې کاوه چې دوی ښايي د ښځو پر وړاندې ځپونکي اقدامات زیات کړي؛ هغه څه چې عملا پېښ شول.

XS
SM
MD
LG