د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۵۱

د غني د وتلو پر مهال د پیسو لېږد په تړاو نوې موندنې خپرې شوې


مخکینی افغان ولسمشر محمد اشرف غني
مخکینی افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني مدافع وکیل سیګار ته د یو شمېر محدودو پوښتنو په ځواب کې د هغو ادعاوو سپیناوی کړی چې ګواکې ښاغلي غني د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط پر مهال له افغانستانه پیسې له ځان سره وړي دي.

سیګار په خپل یوه تازه راپور کې د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په استازیتوب د هغه د مدافع وکیل له لوري د هغو پوښتنو ځوابونه خپاره کړي چې دې ادارې د مارچ په ۱۸مه نېټه له ښاغلي غني سره د دې اداره له لوري د یوې مرکې وړاندیز په ترڅ کې ور استولې شوې وې.

دا راپور اصلاً د دې ادارې د مخکیني راپور چې د غبرګولي په ۱۶مه یې خپور کړ او ویې ویل، هغه ادعاوې سمې نه‌دي چې محمد اشرف غني له افغانستانه د وتو پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي دي، وروستۍ برخه ده.

راپور وايي، د ښاغلي غني مدافع وکیل د جولاۍ په ۲۸مه د دوی د ۵۶ استول شویو پوښتنو څخه یوازې ۶ ته ځواب ورکړی دی.

په دې ۵۶ پوښتنو کې د افغانستان د نظام، ملي اردو، بهرني سیاست، د امریکا او طالبانو د تړون، د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام د جوړولو، د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط او له وطنه د ښاغلي غني او ورسره ټیم د وتلو او د هغو پیسو په اړه پوښتنې مطرح وې چې تور لګول شوی، دوی له ځان سره وړې دي.

د ښاغلي غني له‌خوا د پیسو د لېږد په اړه د سیګار راپور کې لیکل شوي، له عیني شواهدو ښکاري چې له هغه سره له ۵ سوه زره ډالرو زیات نه‌و.

خو په ارګ کې د نږدې ۵ میلیونه ډالرو د پیدا کېدو د ادعا په اړه د ښاغلي مدافع وکیل سیګار ته ویلي: "مخکیني ولسمشر غني دا اعلان او ژمنه کړې وه چې په خپلې شخصي شتمنۍ باندې به په خپل پلرني کلي کې یو بنسټ جوړوي چې د جمهوري ریاست کتابتون، د اسلامي مطالعاتو مرکز او د کرنې مرکز به په کې شامل وي."

خو سیګار ته د مخکیني حکومت یو لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې دا ډېرې پېسې دي او هېڅوک هم دا پېسې په خپل کور کې نه ساتي.

د سیګار په راپور کې له ځینو نورو چارواکو سره له افغانستانه د وتو پر مهال د پیسو لېږد ته اشاره شوې او د ځینو سرچینو له قوله لیکي، د ولسمشر غني له مېرمن سره یوازي ۸ سوه ډالر، د جمهوري ریاست د عامه ساتنې د مشر قاهر کوچي په بکس کې د دې ریاست د یوې میاشتې بودجه ۲۵۰ زره ډالر او د حمدالله محب له مرستیال رفیع فاضل سره هم ۲۴۰ زره ډالر چې د ملي امنیت شورا د یوې میاشتې بودجه وه، شته وه.

د سیګار په راپور کې دا هم راغلي چې د جمهوري نظام د سقوط په وخت کې د جمهوري ریاست او ملي امنیت د شتمنیو په ګډون، د افغان حکومت په ودانیو کې ډېرې پیسې پاتې شوې چې بیا ورکې شوې دي.

د سیګار راپور زیاتوي، کمرې او ثبت شوي فلمونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي او دا د سیګار لپاره سخته ده چې معلومه کړي دا پېسې چا او څومره غلا کړي دي، خو دوو چارواکو بیا ویلي چې دا پیسې ورکې شوې نه‌دي، بلکې د جمهوریت له سقوط وروسته طالبانو ته لېږدول شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو ویاندویانو یې ذبیح الله مجاهد او بلال کریمي تر دې دمه په دې اړه شوې پوښتنې نه دي ځواب کړي.

د طالبانو رییس‌الوزرا محمد حسن اخند
د طالبانو رییس‌الوزرا محمد حسن اخند

خو د طالبانو رییس‌الوزرا محمد حسن اخند په خپله لومړۍ وینا کې اعتراف وکړ چې په ارګ کې پیسې موندل شوي او ده ته ورکړل شوي دي.

له افغانستانه د مخکیني ولسمشر غني له‌خوا د پیسو د لېږد تور په لومړي ځل په کابل کې د روسیې سفارت وکړ او ویې ویل، ښاغلي له ځان سره ۱۶۹ میلیون ډالر وړې دي، خو ښاغلي غني دا ادعا رد کړه او ویې ویل، حاضر دی چې په خپلواکه توګه دا تور وڅېړل شي.

XS
SM
MD
LG