د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

جان سوپکو: سيګار افغانستان کې د نغدو پيسو د لګښت پر څرنګوالي اندېښنه لري


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش وايي چې سیګار د هغو پیسو د لګښت د څرنګوالي له کبله اندېښنه لري چې نغدې افغانستان ته استول کېږي.

جان سوپکو دا خبره ازادي راډيو سره يوې ځانګړې مرکه کې کړي دي.

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي د هغو نغدو پیسو د لګښت د څرنګوالي له کبله اندېښمن دی چې ملګري ملتونه یې د خپلو لګښتونو لپاره افغانستان ته انتقالوي.

د تېر کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته له نړیوالو بانکي سیسټمونو سره د افغانستان اړیکي پرې شوې او په نتیجه کې یې هغه پیسې چې مرستندوی هېوادونه او خیریه ټولنې یې افغانانو ته ورکوي، افغانستان ته نغدې استول کېږي.

ښاغلي سوپکو له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دې پوښتنې ته چې آیا طالبان به له دې پیسو څخه د خپلو اهدافو لپاره کار وانه‌خلي، په ځواب کې وویل: "تاسو ښه موضوع را بر سېره کړه. موږ له دې کبله اندېښنه لرو. زموږ یوه دنده همدا ده چې پر هغو پیسو څار وکړو چې د امریکايي مالیه ورکوونکو له جېبه د بشري مرستو په هدف افغانستان ته استول کېږي. موږ د ملګروملتونو له چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي چې د دې پیسو ساتنه څنګه کوي. موږ هیله من یو چې دا پیسې به خوندي وي خو دا ډېره ګرانه ده چې دا ډاډ ترلاسه کړو ځکه سیګار په افغانستان کې حضور نه لري."

ملګروملتونو د اپرېل تر ۲۶مه نېټې پورې چې ښاغلي ګوتیریش دا وینا کوله افغانستان ته ۵۰۰ میلیون ډالر لېږدولي وو.
ملګروملتونو د اپرېل تر ۲۶مه نېټې پورې چې ښاغلي ګوتیریش دا وینا کوله افغانستان ته ۵۰۰ میلیون ډالر لېږدولي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش یوه نیمه میاشت مخکې خبریالانو ته وویل، د نغدو پیسو نشتوالی د افغانستان د اقتصادي سقوط باعث کېدای شي نو ځکه دې سازمان افغانستان ته په الوتکو کې د نغدو پیسو استول پیل کړي دي.

ملګروملتونو د اپرېل تر ۲۶مه نېټې پورې چې ښاغلي ګوتیریش دا وینا کوله افغانستان ته ۵۰۰ میلیون ډالر لېږدولي وو.

خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي سرمفتش جان سوپکو له آزادۍ راډیو سره په بېګانیو خبرو کې دا یادونه هم وکړه چې سیګار په افغانستان کې د ملګروملتونو پخوانیو تجربو ته پام سره د دې سازمان پر اجرا اتو باور لري.

XS
SM
MD
LG