خبرونه
اشرف غني اسلامي نړۍ ته: له طالبانو سره استدلال وکړئ
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له اسلامي نړۍ څخه له طالبانو سره د استدلال غوښتنه وکړه.
ښاغلي غني دا خبره تېره شپه د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې وکړه.
هغه وویل: «د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتنه کوم، چې له طالبانو سره استدلال وکړي. اسلامي نړۍ د خدای په فضل د یوه لوی مثبت مسیر خوا ته روانه ده. ضرور ده چې دا مثبت مسیر او بهیر له طالبانو سره شریک شي او دوی اساسي اصولو، قواعدو او ټکو ته متوجه شي.»
د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره شپه یې د لوی اختر په مناسبت وینا د هغه پر فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه یوازې په غږیزه توګه خپره شوه، وویل، جبر افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی.
محمد اشرف غني وویل، یو نظام هغه وخت دوام کولی شي، چې د ولس اراده ورسره وي، دغه راز یې په افغانستان کې د ملي یووالي پر ټینګښت هم ټینګار وکړ.
غني د نجونو د تعلیم پر اهمیت هم خبرې وکړې او وې ویل: "ټولو بین المللي تجربو ښودلې ده، چې د یوې نجلۍ تعلیم پنځه نسلونه بدلولی شي او د یوه هلک تعلیم یو نسل بدلولی شي. په کومه کورنۍ چې یوه ښځه پوهه ولري، هغه بهترینه مسلمانه کورنۍ ده."
هغه پر دې خواشیني وښوده، چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخامخ دي، خو د افغانستان شتمني په هغو پیسو چې هره ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي نورو ځایونو ته صادرېږي.
طالبانو د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني پر دغو څرګندونو کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې یې د دغو ستونزو د حل ژمنه کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زیلینسکي له لویدیځ وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کیدای شي، پټرویټ توغندي ورکړي
د روسیې له خوا پر کییف او د اوکراین پر نورو ښارونو د وروستیو مرګونو هوايي بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له خپلو لوېدیځو متحدینو څخه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې اوکراین ته دې د پېټرویټ هوايي مدافعې توغندیو او نورو اړینو وسلو د لېږد بهیر چټک کړي.
زېلېنسکي تیره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د مسکو وروستیو بریدونو ته په اشاره چې د ده په خبره د اوکراین پرښارونو یې ۳۵ کروز او بالستیک توغندي او نږدې ۱۹۰ بېپیلوټه الوتکې توغولې، وویل:
"موږ د روسیې د دې ترهګرۍ پر وړاندې ځوابونو ته اړتیا لرو؛ د نړۍ له خوا رښتیني ځوابونه غواړو."
هغه د اګست په لومړۍ نېټه ناوخته وویل: "په نړۍ کې هر څوک باید دا وویني چې روسیه د جګړې په اوږدولو سره د وژلو نوې لارې زده کوي او دا به یوازې پر اوکراینیانو پورې محدودې نه وي."
زېلېنسکي دغه ناهیلي داسې مهال څرګندوي چې داسې بریښي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا زړه نازړه شوی چې ایا کیف ته د دې اجازه ورکړي چې په خپله د پېټرویټ توغندي تولید کړي؟
چارواکي: په کابل کې په یوه نښته کې ۷ وسله وال غله وژل شوي دي
د کابل امنیتي چارواکي په یوه نښته کې د ۷ تنه وسله والو غلو د وژل کیدو خبر ورکوي.
د طالبانو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تیره شپه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا پیښه تیره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د ستانکزي بلاکونو سره رامنځته شوې او ۷ تنه وسله وال غله د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ووژل شول. د هغه په خبره په عملیاتو کې د غلو یو عراده موټر او یو شمېر وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې. نوموړي په نښته کې د یوه امنیتي سرتیري د ټپي کیدو پخلۍ کړی دی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته شوې چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د غلاوو او سړي تښتونې د پیښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي و.
متحده عربي امارات هڅه کوي له ایران سره کړکیچ کم کړي خو له امریکا او اسراییل سره هم اړیکې پیاوړې کوي
متحده عربي امارات هڅه کوي چې له ایران سره کړکېچ کم کړي، خو په عین حال کې له امریکا او اسرائیل سره خپلې پوځي او امنیتي همکارۍ هم پیاوړې کړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د سیمه ییزو کړکېچونو د زیاتېدو په شرایطو کې دا متوازنه تګلاره د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره غوره شوې ده.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې، له موضوع د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو مشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، خپلو درېیو وروڼو ته د ایران له چارواکو سره د اړیکو د مدیریت دنده سپارلې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ راکم کړي. په دې ډله کې د ولسمشر مرستیال شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، او د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان شامل دي.
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د شیخ منصور بن زاید او د ایران د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف ترمنځ، او همدارنګه د شیخ عبدالله بن زاید او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ وروستۍ ټیلیفوني خبرې د دې ډیپلوماتیکو هڅو له نښو څخه دي.
راپور زیاتوي چې متحده عربي اماراتو دا تګلاره د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند له رامنځته کېدو وروسته پیل کړه، او د جون په ۱۲مه د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته یې خپلې هڅې لا زیاتې کړې.
ټرمپ د چټکې موافقې د ترلاسه کولو په هیله پر ایران نوی برید وځنډاوه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې تر هغو به پر ایران نوی برید وځنډوي، تر څو چې د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره د یوې چټکې موافقې د ترلاسه کېدو امکان موجود وي.
هغه په خپل تازه پیغام کې لیکلي چې له ایران سره د "یوې موافقې د لومړنیو چوکاټونو" په اړه هوکړه شوې ده.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشیل" کې ولیکل چې ایران او "د منځني ختیځ نور هېوادونه" د داسې یوې موافقې د بشپړولو لپاره د وخت غوښتنه کړې، چې د هرمز تنګي "سمدستي، بشپړ او هر اړخیز پرانیستل" او "د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسېدل" تضمین کړي.
هغه زیاته کړه: "د دې غوښتنې پر بنسټ، د نړۍ د ښې راتلونکې او همدارنګه د یوه بریالي او هوسا ایران د بقا لپاره، ما د برید له لغوه کولو سره موافقه کړې ده، په دې شرط چې ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسېږو."
ټرمپ وویل، اسرائیل هم "په دې ژمنه کې له ما سره یوځای کېږي." اسرائیل تر اوسه په دې اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.
امریکا خپلو وګړو ته په منځني ختیځ کې د سیمې د پرېښودو لپاره د چمتووالي سپارښتنه وکړه
په اسرائیل، اردن او عراق کې د امریکا سفارتونو د امنیتي خبرداریو په خپرولو سره له امریکایي وګړو غوښتي چې د وضعیت د ناڅاپي خرابېدو او د شخړو د احتمالي زیاتېدو له امله احتیاط وکړي او د منځني ختیځ د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
په دغو خبرداریو کې ویل شوي چې امریکایي وګړي باید د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریمونو د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو احتمال په پام کې ونیسي او ځان ورته چمتو کړي.
همدارنګه له هغو امریکایانو څخه چې له سیمې بهر دي غوښتل شوي چې منځني ختیځ ته د سفر یا له دې سیمې د تېرېدو په اړه په جدي توګه له سره غور وکړي.
د اردن په پلازمینه عمان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په اردن کې پوځي اډو ته له تګ څخه ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې ایران او ورسره همغږي ډلې ښايي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا ګټې، ادارې او وګړي په نښه کړي.
په عراق کې د امریکا سفارت هم په ایکسپاڼه کې لیکلي چې که شخړې زیاتې شي، امریکایي وګړي باید د سیمې د پرېښودو لپاره چمتو واوسي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې پر اهمیت ټینګار وکړ
د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ له پیل سره هممهاله، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د مور په شیدو د تغذیې پر حیاتي ارزښت ټینګار کړی دی.
دې سازمان د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د مور شیدې د ماشوم لپاره اړینې او بشپړې غذا ده او هغه ساتنه او پاملرنه برابروي چې هر نوی زېږېدلی ماشوم یې د سالمې او پیاوړې ودې لپاره اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د میندو ملاتړ وکړي او زیاته کړې یې ده چې د هر ماشوم حق باید خوندي شي، څو د مور له شیدو تغذیه ترلاسه کړي.
هر کال د اګست میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي، چې موخه یې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
ریچارډ بېنېټ د نیمروز په دښتو کې د ۱۹ ځوانانو مړینه "وحشتناکه" وبلله
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، د هغو ۱۹ افغان ځوانانو د مړینې پیښه چې ایران ته د ناقانونه لارو د تګ په ترڅ کې یې د نیمروز په دښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، "وحشتناکه" بللې ده.
بېنېټ د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د هغو اصلي لاملونو څېړنه او حل، چې خلک دا ډول له ناهیلۍ ډکو او خطرناکو سفرونو ته اړکوي، خورا مهم دي.
په دې وروستیو کې د هغو ۱۹ ځوانانو مړي موندل شوي چې غوښتل یې له قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي، خو د نیمروز په سوځنده دښتو کې د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو.
د دغو کسانو له ډلې د پنځو مړي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې او د ۱۴ نورو مړي تېره جمعه وموندل شول.
د دغو ۱۴ کسانو مړي د شنبې په ورځ له نیمروز څخه د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ ته د هغوی اصلي سیمې ته ولېږدول شول.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم دا پېښه خواشینوونکې بللې او هغه یې یوه ژوره تراژیدي یاده کړې ده.
د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ لپاره امنیتي تدابیر نیول کېږي
د آیرلنډ د کرکټ ادارې ویلي، د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې د اعتراضونو احتمال ته په پام یې مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره یې همغږي کړې، څو ټولې پنځه لوبې په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربتوب د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي، د سولهییزو اعتراضونو حق خوندي دی، خو که اعتراضونه د نورو حقونه زیانمن کړي، امنیت ګډوډ کړي یا قانون مات شي، نو پولیس به قانوني او متناسب اقدام وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې له دې سیالۍ څخه ممکن طالبانو ته تبلیغ وشي،
سيایناین: امریکا ښايي پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړي
سياېناېن د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکا ښايي د شنبې یا یکشنبې په ورځ د ایران پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړي، خو د بریدونو وروستۍ پرېکړه او هدفونه لا نه دي روښانه او د لغوه کېدو امکان هم شته.
راپور زیاتوي چې د ایران د انرژۍ او اتومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول نطنز ته نژدې پر « کلنګ ګزلا» غر د برید لپاره هم چمتووالی روان دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به «تروریستي چلند» بې ځوابه پرېنږدي، خو داسې نښې نشته چې اسرائیل به د امریکا په دط احتمالي بریدونو کې ګډون وکړي.
سياېناېن همداراز وایي، د جګړې د پراخېدو او د سیمې د نورو هېوادونو د ښکېلتیا ترڅنګ، د سپاه پاسداران کورني وضعیت هم حالات نور پېچلي کړي دي.
عرقچي له بریتانیا وغوښتل خپله تګلاره بدله کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له لندن څخه وغوښتل چې د ایران پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. هغه د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو هڅه او د امریکا او اسرائیلو ملاتړ «ناموجه» وباله.
عراقچي وویل، ایران په ښه نیت ډیپلوماسي پیل کړې وه، خو امریکا د ژمنو په ماتولو سره د تفاهم عملي کېدل ګډوډ کړل.
هغه همداراز خبرداری ورکړ چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ په چارو کې د درېیمو هېوادونو لاسوهنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي.
د راپورونو له مخې، د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د ایران پر ضد په جګړه کې ښکېل نه دی او د اختلافاتو د حل لپاره په ډیپلوماسۍ باور لري او له تهران سره د اړیکو او خبرو د دوام ملاتړ کوي.