د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

محمد اشرف غني: د اساسي قانون له مخې اوس هم ولسمشر يم


د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني، له کابله تر وتلو نږدې کال وروسته په لومړنۍ انځوریزه مرکه کې وویل، د اساسي قانون له مخې لا هم ولسمشر دی.

ښاغلي غني له افغان خپرندوی شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د جمهوریت د سقوط پړه پر امریکایي چارواکو او د خپل حکومت پر یو شمېر شریکانو او سیاستوالو واچوله.

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د تېر کال په اګست کې له کابله د ده له وتلو مخکې د جمهوریت د سقوط پر سر معاملې شوې وې.

ښاغلی غني وایي، دی هغه مهال وتلو ته اړ شو چې پوه شو دفاع وزارت، د امریکا سفارت او د ملي امنیت صفر لرونکې قطعې تخلیه شوي دي.

خو د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې له مخې، امریکایي رسنیو د یو شمېر نا خپرو شویو اسنادو په حواله ویلي، غني کابل ته د طالبانو له ننوتو مخکې له ارګه پښې سپکې کړې وې.

طالبانو هم ویلي، دوی هغه مهال کابل ته ننوتل چې پوه شول، ښاغلی غني له پلازمېنې وتلی دی.

محمد اشرف غني له نوميالي افغان ژورنالېست داود جنبش سره په نږدې ۹۰ دقیقه‌یې مرکه کې چې افغان خپرندویه شبکې پرون چهارشنبه خپره کړه ویلي، تر سقوط مخکې د امریکا د یو شمېر متقاعدو جنرالانو او رسنیو راپورونو د پوځ روحیه کمزورې کړې وه.

نوموړی دې مرکه کې ادعا کوي چې خپل ځای ناستي ته د واک تر سپارلو پورې دی د افغانستان ولسمشر دی.

نوموړي ويلي: "زه د اساسي قانون پر اساس ولسمشر وم او ترڅو چې د افغانستان ولس په قانوني توګه واک بل چاته انتقال کړي، ولسمشر یم. د عنوان له نظره زه د ولس خادم وم او هیڅ وخت په القابو باندې تړلی نه وم."

د محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح بیا تېر کال د اګست په ۱۷مه ادعا وکړه چې غنی وتلی او دی مشروع سرپرست ولسمشر دی.

امرالله صالح
امرالله صالح

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه ملګرو ملتونو د محمد اشرف غني نوم د ولسمشرانو له نوملړه لرې کړ.

محمد اشرف غني تېر کال د اګست په پنځلسمه هغه مهال له کابله ووت چې طالبانو له کابل پرته ټول افغانستان نیولی و.

ښاغلي غني دې مرکه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پخواني استازي زلمي خلیلزاد، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ده د واک پر شریک عبدالله عبدالله کلکې نیوکې کړي دي.

نوموړي خلیلزاد بې کفایته استازی وباله، پر حامد کرزي یې هم ورته انتقادونه وکړل او عبدالله عبدالله یې د جمهوریت د ستنو د کمزوري کېدو لامل وباله.

خو همدې درې واړو سیاسي څېرو بیا پر محمد اشرف غني توندې نیوکې کړي دي.

زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې وویل، محمد اشرف غني د واک د لېږد هوکړه عملي نه کړه.

نوموړي ويلي: "طالبانو اعلان وکړ چې کابل ته نه راځي او خپلو ځواکونو ته یې امر هم کړی و، دا چې ولې ښاغلی غني ولاړ او د هیئت راتګ او د موافقې عملي کېدو ته تم نه شو، هغه پوښتنه ده چې هغه ته راجع کېږي. دی وایي د ځان د خطر احساس یې وکړ، که یې درلود، ولې يې د مرستې غوښتنه ونه کړه. بله پوښتنه داده چې ولې پوځ تیت او پرک شو، ولې دوی جګړه ونه کړه، دا دروغ دي چې امریکا د دې پوځ ملاتړ نه دی کړی."

عبدالله عبدالله او حامد کرزي بیا له کابله د محمد اشرف غني پر وتلو نیوکه کړې او ویلې یې دي، د واک د لېږد طرحې یې ګډې وډې کړې.

ډاکټر عبدالله او حامدکرزی
ډاکټر عبدالله او حامدکرزی

محمد اشرف غني د طالبانو پر حکومت هم نیوکې وکړې او وې ویل ملا هبت الله اخندزاده هغسې واک او ځواک نه لري لکه د دوی بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر چې درلود.

هڅه مو وکړه چې د محمد اشرف غني د خبرو په اړه د طالبانو غبرګون هم ولرو، خو د دوی ویاندویانو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي و، دوی د محمد اشرف غني د وژلو هیڅ نیت نه درلود.

خو محمد اشرف غني په وار وار ویلي، که له کابله نه وای وتلی، د ډاکټر نجیب الله له برخه‌لیک سره مخامخېده.

غني وویل، د طالبانو په ضد د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي، خو وې ویل طالبان په سمه لاره نه دي روان او له پاکستانه جلا شوي نه دي.

له دې وړاندې بیا عامو خلکو او ګڼو سیاستوالو محمد اشرف غني له دې کبله غندلی چې د ژمنې خلاف د جمهوریت د دفاع ته ونه درېد او خپل دولت کې یې د فساد او خپلسریو مخه ونه نیوله.

تازه والسټریت ژورنال ورځپاڼې ویلي، د پخواني دولت لوړپوړي چارواکي د متحده عربي اماراتو او امریکا په قیمتي کورونو کې اوسیږي، خو میلیونونه کسان یې افغانستان کې له رنځ سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG