د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د طالبانو د سرپرستې کابينې يو کال؛ لا هم پر لوړو څوکيو ښځې نه‌شته


طالب چارواکي
طالب چارواکي

د تېر کال د سنبلې/ وږي په ۱۶مه، د سپټمبر له ۷مې، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو درې اوونۍ تېرې شوې وې، طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.

پر طالبانو داسې نیوکې کېږي چې، د حکومت په لوړ پوړو څوکیو کې د دوی له خلکو پرته بل څوک نه‌شته او په حکومت کې یې ښځې ونډه نه‌لري.

د تېر کال د سنبلې/وږي په ۱۶مه طالبانو د صدارت مقام بېرته احیا او ملا محمد حسن اخند یې د رئیس الوزرا په توګه چې هماغه د صدراعظم حیثیت لري وټاکه.

طالبانو د خپلې سرپرستې کابینې په اعلانولو سره د ښځو چارو وزارت لغوه کړ او پر ځای یې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت اعلان کړ.

د حکومت په لوړو پوړو کې له پوځي او ملکي چارواکو نیولې تر تخصصي او مسلکي وزارتونو پورې ټول د طالبانو غړي دي او بل څوک پکې نه‌شته.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوى د حکومت په جوړښت کې بېلابېلې څېرې شته.

ښاغلي مجاهد وويل: "زموږ د حکومت په جوړښت کې بېلابېلې څېرې موجودې دي، د بېلګې په توګه د روغتیا، اقتصاد، مالیې، مخابراتو او نورو سکتورونو کې داسې کسان شته چې له بېلابېلو برخو څخه دي، بېلابېل نظرونه لري، خو خپل هېواد ته د خدمت روحیه لري او کار کوي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

مجاهد زياته کړه، ښايي کابينه همداسې پاتې شي، دا چې تر څه وخته؟ هغه وویل په اړه یې معلومات نه‌لري.

د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې له اعلان نږدې یو کال تېرېږي، د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

دغو هېوادونو د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت چې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو پنځو کلونو کې یې واک چلاوه په رسمیت پېژندلی و.

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول د نړۍ هغه مهمې غوښتنې دي چې، د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره یې وړاندې کوي.

طالبانو کال وړاندې ملا حسن اخند د حکومت د رئيس الوزرا په توګه وټاکه
طالبانو کال وړاندې ملا حسن اخند د حکومت د رئيس الوزرا په توګه وټاکه

د طالبانو د حکومت په جوړښت کې داسې څېرې هم شته چې د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو د ترهګرو په تور لېست کې دي او په سر یې میلیونونه ډالره انعام ټاکل شوی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني هغه کسان دي چې په سر یې میلیونونه ډالره انعام لګېدلی.

د یوه کال په تېرېدو لا هم دا کسان د امریکا د ترهګرو په تور لېست کې دي او امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې، د بندیزونو له لېست څخه د طالب چارواکو د ایستلو کوم پلان نه‌لري.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG