د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو حکومت له داخلي او بهرنيو ازموينو سره لاس او ګرېوان دی


ډیپلوماټ مجله پوښتنه کوي چې طالبان په افغانستان کې څنګه حکومت کوي او دا هېواد پر کوم لوري روان دی؟
ډیپلوماټ مجله پوښتنه کوي چې طالبان په افغانستان کې څنګه حکومت کوي او دا هېواد پر کوم لوري روان دی؟

ډيپلوماټ مجله:

ډيپلوماټ مجلې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د يوه کال پوره کېدو په اړه ليکلي چې د افغانستان د منتخب حکومت تر سقوط يو کال وروسته، د طالبانو حکومت له داخلي او بهرنيو ازموينو سره لاس او ګرېوان دی.

او دا داسې ازموینې دي چې کولای شي د دوی د حکومت ضعیفه بنسټ نور هم کمزوری کړي.

د ډیپلومات په وینا، د طالبانو حکومت چې تر اوسه بهرنیو هېوادونو په رسمیت نه دی پېژندلی، له داخلي بې اتفاقیو ډک دی او طالبان نه دي توانیدلي چې د دوحې په تړون کې د خپلو ژمنو پر بنسټ یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

ډیپلوماټ زیاتوي چې طالبانو ښځې تر ډېره له کاره بې برخې کړي او د نجونو زده کړې یې تر شپږم ټولګي پورته محدودې کړې دي.

د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان له ۹۰ سلنې څخه زیات خلک کافي خوراکي توکو ته لاس رسی نه‌لري او تر دې بده د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د کابل په زړه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل دي.

د لیکوال په باور دا ښکاروي چې ښايي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي ځای بدل شي.

ډیپلوماټ مجله پوښتنه کوي چې طالبان په افغانستان کې څنګه حکومت کوي او دا هېواد پر کوم لوري روان دی؟

د ډیپلوماټ د مقالې د لیکوال په وینا، د کابل له سقوط وروسته، طالبانو د دې ډلې پخواني مشر او بنسټګر ملا محمد عمر ته نږدې له سخت دریځو څخه جوړ حکومت اعلان کړ، داسې کابینه چې په بشپړه توګه د نارینه‌وو په واک کې ده.

په مقاله کې راغلي، چې طالبانو د ترهګرو په لېست کې د يو شمېر کسانو په ټاکلو کې هيڅ عذر نه درلود او له نیمايي کابینې څخه زیات، یاني له هرو ٣٠ کسانو څخه ١٧ يې د امريکا د متحدو ايالتونو د ترهګرو په لېست کې دي.

ډیپلوماټ لیکلي، د طالبانو د جنډر پالیسۍ د ښځو لپاره په ځانګړې توګه زیانمنوونکې دي.

ځکه چې د افغان ښځو اکثریت خپلې دندې له لاسه ورکړي او یوازې یو څو ته په هغو دندو کې د کار کولو اجازه ورکړل شوې چې نارینه یې نه‌شي کولای او دوی اړې شوې چې په لږ معاش هم دا کارونه وکړي.

انډيپنډنټ مجله:

برېتانوي مجلې انډیپنډنټ بیا د هالیووډ د مشهورې هنرمندې او بشردوستانه فعالې انجلینا جولي هغه مقالې ته اشاره کړې چې له افغان ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه په ټایمز مجله کې خپره شوې ده.

انجلینا جولي د طالبانو د حکومت له خوا له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه د انتقاد په ترڅ کې وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو یو کال تېر شوی او په یوه شپه کې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغان نجونو منځني ښوونځي او لېسو ته د تللو حق له لاسه ورکړ.

پوهنتونونو ته د تګ، د کار حق او د سفر ازادي یې له لاسه ورکړې.

د انجلینا جولي په وینا، انډیپنډنټ لیکلي چې: "پر ښځو په ظلم او جبر باندې جوړه شوې سوله په هیڅ ډول سوله نه ده، بلکې هغه ټولنه ده چې په دوامداره توګه له ځان سره په جګړه کې وي."

XS
SM
MD
LG