د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

جمهوري‌پال: له افغانستان د ځواکونو په ايستلو کې بايد جو بايډن مسؤل وګڼل شي


د امريکا کانګرس ودانۍ
د امريکا کانګرس ودانۍ

د امریکا جمهوریپالو خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ګډوډۍ په خاطر به ولسمشر جو بایډن مسوول وګڼي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم طالبان واک ته ورسېدل.

خو سپینې، ماڼۍ د طالبانو د واکمنۍ د کال له پوره کېدو سره هم‌مهاله له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه وکړه.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د کانګریس په استازو جرګه کې جمهوریپالو په خپل راپور کې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې سپینه ماڼۍ د ترتیباتو په نیولو کې پاتې وبلله.

د جو بایډن د ملي امنیت د سلاکار ویاند اندرین واټسن وویل چې باید پر پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ پړه واچول شي چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړ.

امريکايي ځواکونه په کابلي هوايي ډګر کې
امريکايي ځواکونه په کابلي هوايي ډګر کې

په همدې حال کې د جمهوریپال ګوند د استازو جرګې غړي وايي چې روانه اوونۍ به یو راپور خپور کړ چې له افغانستانه د بایډن له لوري د ځواکونو ایستل یو ناورین و.

په راپور کې ځینې کلیدي پوښتنې مطرح کېږي لکه دا چې د ځواکونو د ایستلو په اړه په سپینه ماڼۍ کې پرېکړې په څه ډول کېدې، په تېره بیا په داسې حال کې چې ملکیان او ډیپلوماتان له افغانستانه نه و ایستل شوي ولې پوځیان وایستل شول.

ډیر انتقادونه په دې کېږي چې امریکا خپل متحدان په میدان پرېښودل.

خو د امریکا حکومت وايي چې ۱۲۴ زره افغانان یې له دې سره سره له افغانستانه د هوا له لارې ایستلي دي چې د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د کابل په هوايي ډګر کې انتحاري برید وشو او د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون یې لسګونه ملکي افغانان ووژل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر د مالوماتو پر اساس، د تېر کال له اګست څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ امریکایان له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG