د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۶

افغانستان کې له پاتې کمانډويي ځواکونو د استفادې په اړه امريکا اندېښنه ښودلې

افغان کمانډو سرتېري
افغان کمانډو سرتېري

د امریکا د استازو جرګې په یوه راپور کې ویل شوي چې د امریکا دښمنان له هغو سلګونو افغان کومانډو ځواکونو ناوړه ګټه اخیستلی شي چې په افغانستان کې پاتې دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې دا ځواکونه د امریکايي پوځیانو له حساسو عملیاتي تاکتیکونو سره بلد دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې اقلیت جمهوریپال ګوند د طالبانو له لوري د کابل د نیولو د لومړۍ کالیزې په راپور کې اندېښنه ښوولې چې د افغانستان له هغو پخوانیو امنیتي ځواکونو، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا په افغانستان کې پرېښودل، د امریکا دښمنان ګټه اخیستلی شي.

ډېری افغان کمانډويي ځواکونه د پاکستان او ايران هېوادونو ته تللي دي او يو شمېر يې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
ډېری افغان کمانډويي ځواکونه د پاکستان او ايران هېوادونو ته تللي دي او يو شمېر يې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، جمهوریپالو استازو پرون (یکشنبې) په خپل راپور کې ویلي، هغه افغان امنیتي پرسونل چې د امریکا د عملیاتو په اړه حساس معلومات لري، ممکن د روسیې، چین او ایران له لوري وګومارل شي.

دوی ویلي، دا راپورونه سم دي چې وايي د افغانستان ځینې پخواني پوځيان ایران ته تښتېدلي دي.

راپور زیاتوي، د بایډن حکومت د امریکا له لوري د روزل شویو افغان کومانډو او نورو ځانګړو ځواکونو ایستلو ته د لومړیتوب په ورکولو کې پاتې راغلی دی.

تېر کال له افغانستانه د افغانانو د ایستلو د عملیاتو په مهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ۱۳ امریکايي پوځیان او لسګونه افغانان په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.

دغه برید له افغانستانه د ایستنې عملیات ټکني کړل.

خو د امریکا حکومت له افغانستانه د تخلیې عملیات فوق العاده بریالي بولي او وايي چې تر ۱۲۴ زره ډېر افغانان او امریکایان يې د هوا له لارې خوندي وایستل.

له دې سره سره د امریکا له لوري سلګونه روزل شوي افغان کومانډو او ځانګړي ځواکونه د خپلو کورنیو له غړیو سره لا هم په افغانستان کې پاتې دي او ادعا کېږي چې طالبانو ځینې دا ځواکونه وژلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG