د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د نړۍ اقتصاد پوهان: امريکا دې د افغانستان بانک شتمني ازاده کړي


د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک

د نړۍ څه باندې اویا پېژندل شویو اقتصاد پوهانو او په اقتصاد کې د نوبل جایزې یوه ګټونکې د امریکا له ولسمشر غوښتي چې د افغانستان بانک څه باندې نهه میلیارد ډالره شتمني ازاده کړي.

دغو اقتصاد پوهانو جمهور رئیس بایډن ته په یوه لیک کې لیکلي چې دغو مالي شتمنیو ته د نه لاسرسي له امله د افغانستان بانک د مالي چارو پر مخ بیولو کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

دا لیک د نړۍ د څه باندې اویا اقتصاد پوهانو چې ډېری یې په امریکا، جرمني، برېتانیا او هند کې مېشت دي او د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی جوزف ستیګلیتز له لوري د متحده ایالاتو ولسمشر ته استول شوی دی.

په لیک کې چې یو نقل يې د امریکا د خزانې وزیر ته هم استول شوی، راغلي چې د ښځو او لږکیو په وړاندې د طالبانو له کړنو څخه د شکایت سره سره، اړتیا ده څو د افغانستان بانک مالي شتمني ازاده شي.

په دغه لیک کې چې رویټرز خبري اژانس خپور کړی راغلي دي: "خپلو بهرنیو اسعاري زیرمو ته له لاسرسي پرته د افغانستان بانک نه‌شي کولای خپلې مالې چارې په نورمال ډول پر مخ یوسي. نو د دې لپاره چې بشري کړکېچ ته رسېدنه وشي او د افغانستان اقتصاد بېرته ورغول شي، موږ له تاسو (امریکا جمهور رئیس) څخه غواړو چې د افغانستان بانک بېرته خپلو نړیوالو اسعاري زیرمو ته لاسرسی پیدا کړي."

امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د اقتصاد پوهانو د دی نوې غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو وړاندی تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي چې، امریکا د افغانستان بانک د ۳،۵ میلیاردو ډالرو په تړاو غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې دغه پيسې باید د افغانستان د خلکو لپاره مصرف شي نه د طالبانو په واک کې ورکړل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس

د دغو اسعاري زیرمو په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستۍ خبرې تېره میاشت د تاشکند ناستې په څنډه کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ترمنځ وشوې خو ظاهرا يې تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د اقتصادي چارو شنونکی اذرخش حافظي وایي چې ۹،۵ میلیارده ډالر د افغانیو د ارزښت او اعتبار ساتلو لپاره دي نه د مصرف لپاره، نو له همدې امله اړتیا ده چې له دی پیسو د عادی بوديجې، بشري مرستو او نورو ورځنیو چارو لپاره استفاده ونه‌شي.

نوموړی وايي: "له شته اقتصادي بحرانونو سره سره د افغانیو ارزښت تقریبا ثابت پاتې دی او دا ټول د همدې اسعارې زیرمې له برکته دي. که دا زیرمه له منځه لاړه شي نو د افغانۍ ارزښت ازاد سقوط کوي، له همدې امله که د هر بل مقصد لپاره او د سمدستي بوديجوي ستونزو د حل لپاره له دې پیسو استفاده وشي نو دا زیرمه کمیږي او له کمېدو سره یې د افغانیو ارزښت او اعتبار راکمیږي."

د اقتصادي چارو شنونکی ازرخش حافظي
د اقتصادي چارو شنونکی ازرخش حافظي

د افغانستان بانک پيسې چې د ملي اعتبار په توګه ترې استفاده کېږي د تېر حکومت پر مهال ۹،۵ میلیارده ډالره و.

ددغو پيسو ۷ میلیارده ډالره د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي او پاتې ۲،۵ یې په نور اورپايي هېوادونو کې دي.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول امریکا دغه پېسې کنګل کړې.

XS
SM
MD
LG