د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

اروپايي ټولنه: په تېر يو کال کې طالبانو د منځ‌لاريتوب کومه نښه نه‌ده ښودلې


طالب سرتېري
طالب سرتېري

د اروپایي ټولنې چارواکي وایي چې، په تېر یو کال کې طالبانو د منځ لاریتوب کومه نښه نه ده ښودلې او د افغانستان په انزوا بیه یوازې عام ولس پرې کوي.

يادې ټولنې په افغانستان کې وروستی بشري وضعیت کړکېچن بللی او ویلي دي چې، دا مهال ۷۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازي جوزپ بوریل ویلي، ښایي افغانستان د نړیوالو خبرونو له سر ټکو راښکته شوی وي خو د افغانستان د خلکو وضعیت لاهم کړکېچن دی.

د افغانستان د اوسني کړکېچن وضعيت له امله تر بل هر څه عام خلک ډېر زيانمن شوي دي.

ظاهر چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی او د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي، سره له دې، چې معیوب دی خو بیا هم د خپلو ماشومانو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په خاطر ان تر نورو ولایتونو ځي او راځي، خو په خبره يې بيا هم په اسانه ورته د شپې او ورځې خواړه نه‌شي موندلی.

"کور کې مې ستونزې ډېرې دي اته ماشومان مې دي، خواړه نه‌شته"

نوموړی وايي: " د تېر کال په پرتله خو بیخي هېڅ هم نه‌شم موندلی، کار نه‌شته، مخکې چې روغ وم یوه خواري به مې کوله اوس هغه هم نه شم کولای."

د ظاهر په شان په زرګونه افغانان دا مهال له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دي.

تازه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازي جوزپ بوریل هم اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د خلکو وضعیت کړکېچن دی.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازی جوزپ بوریل
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازی جوزپ بوریل

ښاغلي بوریل په یوه شننه کې چې د اروپايي ټولنې د کمېسیون په وېب پاڼه خپره شوې لیکلي دي: "ښايي افغانستان د خبرونو له سرټکو څخه وتلی وي، خو لا هم په دغه هېواد کې د خلکو وضعیت خراب دی، په تېر کال کې طالبانو د منځ لاریتوب کومه نښه نه‌ده ښودلې، برعکس، له پخوانیو ژمنو سره سره، ټولې نجونې اوس هم له زده کړو منع دي؛ د هېواد لویه برخه (۷۰٪ نفوس) له لوږې سره مخ دي او ډېری افغانان په ویره او جلا وطنۍ کې ژوند کوي. هیڅ حکومت حتی پاکستان او قطر هم لا تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. په ورته وخت کې، د افغانستان خلک د خپل هېواد د انزوا په خاطر دروند قیمت پرې کوي."

ښاغلي بوریل لیکلي، چې: "د اړتیاو په پرتله د بشري مرستو کچه ډېره ټیټه ده."

وروسته له هغه چې د تېر ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له افغانستان سره د اکثرو نړیوالو هېوادو مرستې بندې او د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې، چې له امله يې اکثره افغانان له شدیدو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ شوي دي.

د یو کال په ترڅ کې تر دې دمه یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د حکومت چارواکي هم مني چې افغانان له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې بايد نړیوال یې لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې، نړیوال دې له دې کړکېچنو حالاتو نه د افغانستان د خلاصون لپاره د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له دوی سره تعامل وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلی مجاهد وايي: "د رسمیت پېژندلو پر وړاندې د خنډونو جوړول ګټه نه کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې دا خنډونه لرې او له افغانستان سره او دې نظام سره مرسته وشي، تر څو موږ وکړای شو ثبات ټینګ کړو دا به د سیمې او نړۍ لپاره هم ګټوره وي."

وړاندې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان راپور ورکړی، چې دا مهال ۲۵ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

همدارنګه د بشري حقونو نړیوال سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم مخکې په خپلو بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې روغتیایي خدماتو، خوړو او پاکو اوبو ته نه لاسرسى او همدارنګه د اقتصادي ستونزو بې کارۍ او بې وزلۍ له امله پر بشري کړکېچ اندېښنې ښودلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG