د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

اوچا: روانې اګست مياشت کې د بريدونو له امله تر ۲۵۰ ډېرو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې


کابل کې د روستي بريد قربانيان
کابل کې د روستي بريد قربانيان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي اداره "اوچا" وایي د روانې اګسټ میاشتې په اوږدو کې په افغانستان د بریدونو له امله تر ۲۵۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه اداره وایي دا شمېره د تېر ۲۰۲۱ کال د ورته میاشتې په پرتله څو چنده مرګ ژوبله ښیي.

د دې ادارې د راپور له مخې په دې موده کې دغه مرګ ژوبله ډېری په جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو کې اوښتې ده.

بلخوا یو شمېر عام وګړي هم د امنیت په اړه اندېښمن دي او د طالبانو له حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

میترا چې د کابل شيعه مذهبه افغان اوسېدونکې ده، وایي په تېرو وختونو کې یې د کابل ښار په لويدیځو سیمو کې د بېلابېلو پېښو له امله د کورنۍ غړي او خپلوان ټپيان شوي دي.

نوموړې وایي، له دې حالته ستړې ده او د خپل ځان او کورنۍ د امنیت لپاره یې ورځ بلې اندېښنې زیاتېږي.

د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو امنيتي پېښو خلکو ته سختې اندېېښنې پيدا کړې دي.
د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو امنيتي پېښو خلکو ته سختې اندېېښنې پيدا کړې دي.

آغلې ميترا وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې یو ځل دې دوی د افغانانو د وضعیت په اړه فکر وکړي چې افغانان څومره له بدو شرایطو سره مخ دي او هېڅ څوک حاضر نه دي چې افغانانو سره مرسته وکړي، تر څه وخته به موږ ټپي کېږو، شهید کېږو تر څه وخته به د افغانستان خلک په دې مصیبوتونو کې ژوند کوي؟"

د دې ښار یو بل اوسېدونکی نذیر زاهد بیا وایي په دې وروستیو کې پر عامو خلکو بېلابېلو عامه ځایونو کې بریدونو د نورو ستونزو تر څنګ د امنیت په اړه هم په تشویش کړي دي.

ښاغلی زاهد وایي طالبان باید د خلکو امنیت ونیسي.

نوموړي وويل: "په کار دا ده چې اسلامي امارت خپل نظامي صفوف تصفیه کړي او هغه کسان په نښه کړي چې د خلکو امنیت نه‌شي ټینګولای، که داسې ونه شي د ولس او د دوی حکومت تر منځ به واټن لا ډېر شي."

دا خلک داسې مهال د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي ادارې اوچا هم راپور ورکړی چې یوازې په روانه اګسټ میاشت کې په بېلابېلو بریدونو کې ۲۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

اوچا که څه هم دا واضيح کړې نه ده چې له دې شمېر څومره کسان وژل شوي او څومره ټپیان دي، خو په خپل راپور کې یې یادونه کړې چې د اګست په ۱۷ د افغانستان په شمال کې د کابل په یوه جومات کې د مازدیګر د لمانځه پر مهال چاودنې د څو ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه ملکي وګړي ووژل او ۳۳ تنه یې ټپیان کړل.

اوچا وايي، وایي دا شمېره د تېر ۲۰۲۱ کال د ورته میاشتې په پرتله څو چنده مرګ ژوبله ښیي.
اوچا وايي، وایي دا شمېره د تېر ۲۰۲۱ کال د ورته میاشتې په پرتله څو چنده مرګ ژوبله ښیي.

دې ادارې ویلي چې د دغو تلفاتو ډېری برخه د توکمیزو او مذهبي لږکیو ټولنو په وړاندې د عبادت ځایونو، تعلیم او نورو ملکي سیمو کې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو سره د هدفي بریدونو په پایله کې رامنځه شوې چې هزاره شیعه مسلمانان او صوفي مسلمانان په عمده توګه په کې په نښه شوي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې د یادو بریدونو اکثره پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.

هڅه مو وکړه د دغه راپور او خلکو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو نه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت او نه یې ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې دمه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب کړې.

په کابل کې چاودنې لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

خو وړاندې دوی ویلي، د ټولو خلکو امنیت ټینګولو ته ژمن دي.

بلخوا د یوناما د یو راپور له مخې چې څه موده مخکې خپور شوی و، ويل شوي وو، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵ پورې د ۷۰۰ وژل شویو په ګډون ۲۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG