د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

ملګري ملتونه طالبانو ته: د لږکيو امنيت ته پام وکړئ


کابل کې د عاشورا مراسمو ته چمتووالی
کابل کې د عاشورا مراسمو ته چمتووالی

ملګرو ملتونو له طالب چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د اقلیتونو امنیت ته پام وکړي څو د عاشورا مراسم له بل برید پرته تېر شي.

نن دوشنبه (د اسد ۱۷مه) د محرم لسمه د عاشورا له ورځې سره سمون خوري او د عزادارۍ له اصلي ورځو ده.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د لږکیو د امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر "یوناما" له خوا تېره شپه (د اسد ۱۶مه) په یوه ټویټ کې د کابل وروستي بریدونه په کلکه غندل شوي چې د دغه سازمان په وینا، د داعش یا اسلامي دولت ډلې ترسره کړي او تر ۱۲۰ زیات کسان په‌کې مړه او ټپيان دي.

یوناما ویلي چې د عاشورا په مراسمو کې د هر ډول برید د مخنیوي لپاره باید د اقلیتونو امنیت ټینګ شي.

اخوا د طالبانو حکومت په کابل او ولایتونو کې د عاشورا د مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره د یوه ځانګړي کمېسیون د جوړولو اعلان کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي (د وزیر د دفتر رئیس ) زین الله عابر پرون د عاشورا د امنیت د ټینګښت په هدف د یوې غونډې پر مهال له طالب ځواکونو وغوښتل چې د محرم د لسمې د امنیت د تامین لپاره جدي کار وکړي.

نوموړي ويلي: "اوس مهال د شیعه ګانو د عزا/ماتم مسله ده. د هغو کسانو لپاره چې نوي مسولیتونه ورته سپارل شوي دي، لومړی ننګونه چې دوی ورسره مخ دي د محرم په میاشت کې د شیعه ګانو امنیت دی، ترڅو دوی خپل مراسم په ښه توګه ترسره کړي. باید جدي توجوه ورته وشي."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د یوه امنیتي کمېسیون په جوړولو سره له شیعه ګانو څخه وغوښتل چې خپل مراسم دې په سړکونو کې نه ترسره کوي او تکیه خانو او جوماتونو کې دې د عزادارۍ مراسم ترسره کړي.

د کابل په لویدیځ کې وروستیو بریدونو ګڼ شیعه ګان چې دا ورځې د محرم په مناسبت په عزادارۍ بوخت دي اندېښمن کړي دي. دغو بریدونو ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د شنبې په ورځ (د اسد ۱۵مه) د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې د چاودنې له امله اته تنه مړه او څه باندې شل نور ټپیان شوي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې هم د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د سر کاریز په سیمه کې چاودنې اته تنه ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

د دواړو چاودنو مسووليت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخيستی دی.

د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د داعش ګواښ له منځه تللی او دا ډله په سلو کې ۹۸ ختمه شوې ده.

خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې راتلونکې اوونۍ به یې یو کال کېږي، داعش ډلې په کابل او د افغانستان په ولایتونو کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی چې په دغو بریدونو کې اکثره شیعه ګان قرباني شوي دي.

یو شمېر امنیتي کارپوهان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې داعش او نورې ترهګر ډلې جدي نه دي نیولي نو له همدې امله امنیتي پېښې نه دې کمې شوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG