د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د کابل په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


د افغانستان په عمومي نقشه کې مرکز کابل ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې مرکز کابل ولایت

تېر ماښام د کابل په ۱۷مه حوزه کې په یوه جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

په کابل کې تېر ماښام په یوه جومات کې د لمانځه د اداکولو په مهال چاودنه کې د جومات د مشهور ملا په ګډون لږترلږه لس کسان وژل شوي او لږترلږه ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

د اسوشتیدپرس خبري آژانس د راپور له مخې پولیسو او عیني شاهدانو ویلي چې یوه انتحاري د خیرخانې مېنې په صدیقیه جومات کې ځان الوځولی دی.

یوه عیني شاهد چې نوم یې ندی په ډاګه شوی اسوشتیدپرس آژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې د دې جومات مشهور ملا امام امیرمحمد کابلي وژل شوی دی.

ځینو خبریالانو لیکلي چې په پېښه کې چې ځانمرګی برید و، شااوخوا ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان دي.

په کابل کې د ایټالویانو ایمرجنسي روغتون ویلي چې د پېښې له ځایه لږترلږه ۲۷ ټپیان وروړل شوي چې درې یې مړه شوي او د ټپیانو پنځه یې ماشومان ښودل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، الجزیره تلوېزیون ته د شلو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده. خو نورو رسنیو د شلو کسانو مړینه نه ده تایید کړې.

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه دومره قوي وچې د شاوخوا کورونو ښیښې او کړکۍ یې ماتې کړې.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې پېښه تایید کړې ده.

ځدراڼ وايي: "د ۱۷مې حوزې په مربوطاتو کې په یوه جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې متأسفانه مرګ‌ژوبله هم لري."

خالد ځدراڼ د چاودنې د نوعیت او د مرګ‌ژوبلې د دقیق شمېر په باب څه نه‌دي ویلي، خو زیاتوي چې د دوی ځواکونه سیمې ته رسېدلي او څېړنې روانې دي.

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له دغې پېښې ۲۷ وروړل شوي چې له دې ډلې ۲ مړه و چې درېیم هم په روغتون کې ساه ورکړې ده.

العربیه خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغې چاودنه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان دي، خو دغه شمېرې تر اوسه رسمي سرچینو نه‌دي تأیید کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا پېښه غندلې او ژمنه یې کړه چې عاملین به یې ډېر ژر عدالت ته راکاږل شي او ورته به سزا ورکړل شي.

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

له دې مخکې د کابل پر دارالامان سړک هم چاودنه وشوه چې د راپورونو پر بنسټ ۲ تنه په‌کې ټپیان شوي دي.

که څه هم طالبانو ویلي چې په ټول افغانستان کې یې امن راوستلی او د ناامنیو د پېښو مخه‌یې نیولې ده، خو په وروستیو کې ځینو امنیتي پېښو خلک اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG