د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

نړیوال سازمانونه: طالبان دې د شیعه ګانو د ساتنې لپاره ژر اقدامات پیل کړي


د کابل لویدیځ کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې یو انځور
د کابل لویدیځ کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې د شیعه ګانو د ساتنې او امنیت لپاره دې ژر تر ژره اقدامات پیل کړي.

نرګس سخي زاده د محمد سالم سخي زاده مشره لور ده، هغه کس چې د جمعې په ورځ په کور کې د ماسپښين لمانځه له ادا کولو وروسته له کوره وځي او مازدیګر ۶ بجې د سرکارېز په سیمه کې یې یوه چاودنه ژوند اخلي.

نرګس وايي، پلار یې دوکاندار او خپلې کورنۍ ته یې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره هڅې کولې.

د نرګس په وینا، پلار یې په کور کې یوازېنی کس و چې کار یې کاوه او د هغه له وژل کېدو وروسته ۵ کسیزه کورنۍ یې بې سرپرسته شوې ده.

نرګس سخي زاده زیاتوي، یوازېنی ورور یې چې لا ۱۸ کلن شوی نه دی، دوه کاله مخکې په یوه چاودنه کې معلول شو.

نرګس وايي، چاودنه د دې د پلار د دوکان او یوه بل دوکان ترمنځ شوې وه.

هغه زیاتوي: "چاودونه وشوه، ډېر وحشتناکه غږ یې درلود او حتا زموږ کورونه یې وښورول. څو ځله مې پلار ته زنګ وکړ، ځواب یې را نه کړ، حجاب مې وکړ او د دوکان لور ته چې زموږ له کوره یو کوڅه لرې دی، منډه مې کړه. امارت کوڅه تړلې وه، خو ما بیا هم ځان دوکان ته ورساوه. هلته چې ورسېدلم، وضعیت ډېر خراب و، هر طرف ته شهیدان او ټپيان وو خو پلار مې په کې نه و."

د نرګس په وینا د پلار بې روحه جسد یې څو ساعته وروسته د کابل په استقلال روغتون کې پيدا کړ.

نرګس د طالبانو له حکومته غواړي چې د امنیت لپاره دې ډېرې هڅې وکړي.

په کابل کې د طالبانو غړي
په کابل کې د طالبانو غړي

هغه د جنګ له ټولو عاملانو غوښتنه کوي چې د عامو خلکو له وژلو او ځورولو لاس واخلي.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي و چې ژر تر ژره دې د شیعه ګانو د امنیت په خاطر لاس په کار شي.

دې سازمان ویلي دي، طالبان مسوول دي چې د غیر نظامیانو د ساتلو لپاره ټول اقدامات وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څېړونکي زمان سلطاني د هغو وروستیو بریدونو په غبرګون کې چې په شیعه مېشتو سیمو کې یې ۱۲۰ تنه ووژل، د غندنې ترڅنګ ویلي، په شیعه ګانو "سیستماتیک بریدونه" بشري جنایت دی.

هغه همداراز ویلي دي چې په تېرو کلونو کې په دې مذهبي لږکیو ګڼ بریدونه شوي او د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام نه دی شوی.

ښاغلي سلطاني زیاته کړې، اړتیا ده چې د واکمنو په توګه طالبان د دې بریدونو په اړه بېړنۍ او بې پرې څېړنۍ د نړیوالو قوانینو او معیارونو په اساس وکړي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې د جنوبي اسیا د څېړونکي له قوله ویل شوي دي: "هغه کسان چې په دې جنایتونو کې لاس لري، باید په عادلانه او غیرنظامي محاکمو کې له اعدام پرته له عدالت سره مخ شي."

ملګرو ملتونو د اګست په ۷مه راپور ورکړ چې په وروستیو بریدونو کې چې داعش یې مسولیت منلی دی، ۱۲۰ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو په اعلامیو کې د وژل شویو او ټپیانو شمېرې په جلا توګه نه دي یادې شوي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لږکې د طالبانو په امنیتي ادارو او حکومت کې هېڅ استازي نه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان له دې مخکې هم د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د هزاره ګانو د هدفمنده وژنو په اړه یو مستند خپور کړی و.

XS
SM
MD
LG