د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

مشهور دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني په یوه چاودنه کې ووژل شو


شيخ رحيم الله حقاني
شيخ رحيم الله حقاني

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپل ټویټر د نوموړي مړینه تأیید کړې ده او لیکلي يې دي چې ښاغلی حقاني د ده په ټکو د دښمن په ناځوانمردانه حمله کې وژل شوی دی.

ویل کېږي چې په نوموړي په خپله دیني مدرسه کې حمله شوې ده.

تر دې دمه لا د پېښې دقیقه سیمه نه ده ښودل شوې.

که څه هم طالبانو حکومت د دغه حملې د څرنګوالي او په کې د نورې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو ویل شوي چې په نوموړي انتحاري حمله شوې چې له امله يې شپږ نور کسان هم وژل شوي دي.

پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

شیخ رحیم الله حقاني چې د ننګرهار اصلي اوسېدونکی و، د طالبانو مهم پلوی او د حنفي مذهب مشهور عالم بلل کېده.

که څه هم د طالبانو په حکومت کې د ښاغلي حقاني د رسمي دندې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي چې دی د طالبانو د علماوو د شورا غړی و.

پر نوموړي له دې وړاندې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې هم په خېبر پښتونخوا زبیریه دیني مدرسه کې بمې حمله شوې وه چې هغه ته په کې کوم زیان نه وو رسېدلی، خو د مدرسې یو ۱۰ زده کوونکي په‌کې وژل شوي وو.

مولوي رحیم الله حقاني په افغانستان او په خېبر پښتونخوا کې سلګونه د دینې زده کړو شاګردان درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې یو بل مشهور اهل حدیث دیني عالم سردارولي ثاقب په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی وو.

د نوموړي وژنې په کور دننه او بهر د دیني عالمانو ګڼ غبرګونونه راپارولي وو.

دیني عالمانو غوښتنه کوله چې د طالبانو امنیتي بنسټونه باید د دیني عالمانو ژوند خوندي او امنیت ته پام واړوي.

XS
SM
MD
LG