د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د عاشورا ورځې د نمانځلو لپاره تیارۍ؛ کابل کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د عاشورا ورځې د نمانځلو لپاره تیارۍ روانې دي په کابل کې پرون یوځل بیا د شیعه ګانو یوه جومات برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

عیني شاهدان وايي، پرونۍ چاودنه د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند سرکاریز سیمه کې چې ډېری شیعه ګان په کې اوسېږي، شوې ده.

د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وايي، په دې چاودنه کې اته ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

د ځدراڼ په وینا چاودېدونکي مواد پر یوه سړک چې عام خلک تګ راتګ پرې کوي په یوه کراچۍ کې ځای پرځای شوي وو.

عیني شاهدان وايي، چې دا چاودنه د سرکاریز سیمې د امام محمد باقر په نوم جومات کې شوې ده.

د پېښې یوې عینې شاهدې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له آزادۍ راډیو سره خبرې کړي وویل: "زموږ کور ته نژدې د محمدباقر د جومات مخې ته چاودنه وشوه. د دې جومات فاصله زموږ تر کوره پورې ډېره لږه ده. لومړی د چاودنې غږ وشو، او بیا ډزې وشوې. (طالبانو) زموږ کوڅې او لارې بندې کړې او زموږ په سیمه کې یې هېچا ته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله."

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو له دې مخکې پر شیعه ګانو ډېری حملې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې کړي.

ځدراڼ هم د ځانګړې ډلې نوم یاد نه کړ خو ویې ویل، د برید د عاملانو د نیولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

کابل کې چاودنو خلک اندېښمن کړي او د امنیت ټینګښت غواړي.
کابل کې چاودنو خلک اندېښمن کړي او د امنیت ټینګښت غواړي.

دا حمله داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د محرم د لسمې یا د عاشورا ورځې د نمانځنې لپاره تیارۍ روانې دي.

د افغانستان شیعه وګړي وېره لري چې بیاهم په تروریستي حملو کې په نښه نه شي، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلی ځدراڼ د امنیت د ډاډ ترڅنګ وايي چې د شیعه ټولنو له استازو سره د ګډ کمیسیون د پرېکړې له مخې د محرم د لسمې مراسم باید په تکیه خانو کې دننه ترسره شي.

هغه وویل: "له اهل تشیع هېوادوالو سره په ګډه یو کمېسیون جوړ شوی تر څو د دوی د امنیت د لا ښه ټینګښت څارنه وکړي. د دې ترڅنګ دوی ته ویل شوي دي چې تاسو به خپل مراسم تر خپلو امام بارګاوو پورې محدودوئ. په ښارونو کې به نور عامو هېوادوالو ته مزاحمت نه کوئ."

طالبان شیعه ټولنو ته د امنیت ډاډ وروسته له هغه ورکوي، چې د چارشنبې په ورځ د کابل په شیعه مېشتې جمال مېنې سیمه کې درنه نښته وشوه.

د دې نښتې په اړه چې ترماښام روانه وه ښاغلي ځدراڼ وویل، چې د دوی ځواکونو د شریرو عناصرو پر یوه پټنځای عملیات وکړل او له منځه یې یووړل خو هغه تایید کړه چې په وسله واله نښته کې د دوی دوه پولیس هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG