د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

'د عاشورا ورځې په مناسبت د وینې ټولولو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د وینې مرکزي بانک وايي، د عاشورا ورځې په مناسبت د وینې ټولولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د دې بانک مشر عنایت الله هاشمي ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، د محرم په لسمه به د کابل له بېلابېلو برخو نږدې یو لک سي سي وینه د مرکزي بانک ذخیرې ته وسپارل شي.

د افغانستان د وینې مرکزي بانک وايي، د عاشورا په را نږدې کېدو سره هره ورځ لسګونه کسان د وینې ورکړې لپاره یاد بانک ته ورځي.

د بانک د مسئولینو په وینا هره ورځ له شپېتو نه تر اویاوو پورې کسان بانک ته ورځي او هر یو شاوخوا ۴۵۰ سي سي وینه له ټپیانو او ناروغانو سره د مرستې په موخه دغه بانک ته سپاري.

د بانک د مسئولینو په وینا هره ورځ له شپېتو نه تر اویاوو پورې کسان بانک ته ورځي.
د بانک د مسئولینو په وینا هره ورځ له شپېتو نه تر اویاوو پورې کسان بانک ته ورځي.

د کابل ښار اوسېدونکی مصطفی چې د وینې مرکزي بانک ته راغلی وايي: "د دې په ځای چې د محرم په لسمه خپله وینه په سړکونو تویه کړو، هر کال له خپلو ملګرو سره مرکزي بانک ته راځو او د خپل وس په اندازه خپله وینه بانک ته سپارو."

هغه زیاتوي: "موږ هر کال د عاشورا څخه یوه ورځ مخکې د محرم لسمې په مناسبت خپله وینه ورکوو، که د جګړې ټپيان وي یا ناروغان، دا سي ناروغان شته چې وینې ته اړتیا لري په ځانګړي توګه د وینې سرطان."

احسان الله بیا د خپل ناروغ ملګري مرستې لپاره د وینې ورکړې لپاره بانک ته راغلی، څو د ده په وینا خپله ایماني او انساني مسئولیت ادا کړي.

هغه وايي: "زما یو ملګري له مزاره زنګ ووهه چې دلته یې یو ملګری دی چې کانګو ناجوړي لري او وینه ته اړتیا ده، ماته یو احساس پیدا شو مسئولیت پذیره شومه څو یو چا سره مرسته وکړم."

د افغانستان د وینې مرکزي بانک مسئولین وايي، د عاشورا په ورځ د وینې راټولولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د دې بانک د مشر عنایت الله هاشمي په وینا، په پام کې ده چې سبا د دوی د اټکل له مخې د محرم په لسمه له ۱۰۰۰ کسانو وینه واخیستل شي.

هغه زیاتوي: "په دې ورځو کې د عاشورا له را نږدې کېدو سره په خپله خوښه د وینې ورکونکو شمېر زیات شوی، تقریباً هره ورځ له شپېتو تر اویا کسان راځي او وینه ورکوي، د عامې روغتیا وزارت او مرکزي بانک بشپړ چمتووالی لري، نور ټیمونه هم شته چې د ځینو تکیه خانو سره د هوکړې پر بنسټ د طبي وسایلو پام کې نیولو سره به وینې راټولوو، کوښښ کوو چې په کافي اندازه وینه راټوله کړو."

د ښاغلي هاشمي په خبره په تېرو څلورو کلونو کې کابل کې په خپله خوښه د وینې وورکونکو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

خو ښاغلی هاشمي په ولایتونو کې په خپله خوښه د وینې ورکړې بهیر کمزوری یادوي، د ده په وینا د وینې بانک هڅه کوي څو د ټولنیزو پیغامونو او رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې د وینې بانکونو سره د مرسته وکړي.

د افغانستان د وینې مرکزي بانک د معلوماتو پر بنسټ خلک د محرم په لسمه او نورو ورځو کې کولای شي د وینې بانکونو ترڅنګ، استقلال، جمهوریت، رابعه بلخي، وزیر اکبر خان، اندرا ګاندي، عالي اباد، ابن سینا او ملالۍ روغتونونو ته د وینې ورکړې په موخه ورشي.

اوس پوښتنه دا ده چې په ټوله کې د وینې ورکړه څومره ګټې لري؟

د یو شمېر ډاکټرانو په وینا، هر کال باید سالمې ښځې دری او سړي څلور ځله په اوسط ډول ۴۵۰ سي سي وینه له خپل وجود څخه وباسي، د ډاکترانو په وینا په دې کار انسانان کولای شي، د زړه د ناروغیو او خطرناکو سرطانونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG