د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د عاشورا مراسمو په اړه اندېښنې؛ سږ کال د عاشورا مراسمو امنیت څوک نیسي؟


ارشیف، د عاشورا مراسمو کې پر ابوالفضل زیارت افغان امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت پر مهال
ارشیف، د عاشورا مراسمو کې پر ابوالفضل زیارت افغان امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت پر مهال

په داسې حال کې چې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د عاشورا ورځو د امنیت په اړ اندېښمن دي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي تدابیرو په اړه هېڅ څه نه‌وايي.

د مراسمو ګډون کوونکي وايي، که امنیتي تدابیرو ته جدي پام وشي، دوی به په ارامه فضا خپل دیني مراسم ترسره کړي.

د ازادي راډیو خبریاله د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ابوالفضل زیارت ته تللې ده.

دا چې د محرم میاشتې دوهمه ده مراسم پيل او دغه زیارت ته د کابل ښار له لیرې او نږدې سیمو خلک راځي.

یو شمېر زیارت کوونکي وايي چې د عاشورا په ورځو کې د نا امنۍ او د حملو د احتمال په اړه اندېښمن دي.

کابل کې د ابوالفضل زیارت مخکې د افغان شیعه مسلمانانو مذهبي مراسم
کابل کې د ابوالفضل زیارت مخکې د افغان شیعه مسلمانانو مذهبي مراسم

۲۰ کلنه ریحانه هم یو له دغو زیارت کوونکو ده: "زموږ غوښتنه له دولت نه دا ده چې امنیت مو نیسي چې وکړای شو د عاشورا لپاره ښه مراسم ونیسو او د دې ورځو لپاره چې کوم ځانګړی رسم او رواجونه لرو د نورو هېوادوالو ترڅنګ‌یې په سمه او ډاډمنه توګه ترسره کړو."

نېکبخته چې د دغو مراسمو له تنظیموونکې ده وایي، امنیتي تدابیر باید جدي شي: "که د عاشورا مراسمو مهال وي یا هم نور وختونه او عادي حالات، خو باید دولت د امنیت د ټینګښت مسؤلیت ومني، که مو امنیت نه‌شي نیولای، نو هغه حکومت او دولت به موږ څه کړو، باید په دې ورځو کې امنیتي مسؤلین پام وکړي."

په وروستیو کلونو کې چې په کابل ښار کې د عاشورا د مراسمو پر مهال انتحاري حملې او چاودنې وشوې، اکثرو یې مرګ‌ژوبلې هم لرله، د یو شمېر حملو پړه هم داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې ومنله، امنیتي مسؤلینو د دغو مراسمو نمانځونکو ته وسلې ورکړې چې خپل امنیت په خپله وساتي.

غلام سخي شاقل چې د ابو الفضل زیارت مسؤل دی وایي، د کورنیو چارو وزارت پنځو تر ۱۰ کسانو ته وسلې ورکړي چې د زیارت کوونکو امنیت خپله خوندي کړي.

دی زیاتوي: "د امنیتي ستونزو له امله دولت موږ ته د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ له پنځو تر ۱۰ کسانو لپاره وسلې راکړي او له امنیتي حوزو سره‌یې وسلې ثبت دي."

دا چې د کابل پولیس د دغو مراسمو لپاره څه تدابیر لري، په دې اړه مو د کابل د امنیه قوماندانۍ له مسؤلینو سره اړیکه ونیوله، خو هغوی په دې اړه خبرې کول د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسؤلیت وګاڼه.

کابل کې د ابوالفضل پر زیارت ولاړ امنیتي ځواکونه چې د مذهبي مراسمو امنیت ټینګوي.
کابل کې د ابوالفضل پر زیارت ولاړ امنیتي ځواکونه چې د مذهبي مراسمو امنیت ټینګوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا له ژمنې سره سره په دې اړه ازادي راډیو ته څه ونه‌ویل.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ په کابل ښار کې دوه امنیتي پېښې وشوې.

د کابل د پولسیو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې د اوومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون سیمه کې د چسپکي ماین چې کرولا ډوله موټر پورې نښول شوی و د چاودنې له امله یو کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د ښاغلي فرامرز په خبره بله پېښه د دغه ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند په شهید څلور لاره کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې رنجر موټر هدف وګرځېده چې په خبره‌یې دوه کسه‌یې تپیان کړل.

XS
SM
MD
LG