د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د محرم لسیزې د امنیت د ټینګښت په اړه د امنیتي چمتووالي ډاډ


په هرات کې یو افغان سرتېری د عاشورا د ورځې د امنیت د ساتلو په حال کې
په هرات کې یو افغان سرتېری د عاشورا د ورځې د امنیت د ساتلو په حال کې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په محرم میاشت کې د شعیه ګانو د تکیه خانو او عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې دوی په دې اړه خپل چمتووالی لري او د مراسمو پر مهال به هېڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نه شي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني د یکشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محرم میاشتې په رارسېدلو سره د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دغو لسو ورځو کې د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي او جدي امنیتي تدابیر لري او کومه ستونزه به رامنځته نشي.

په کابل کې د عاشورا د ورځې د مراسمو یو انځور
په کابل کې د عاشورا د ورځې د مراسمو یو انځور

اغلې امیني وویل چې له محرم میاشتې پرته هم د کورنیو چارو وزارت د شیعه ګانو د راټولېدو د ځایونو د خوندیتوب لپاره چې ډېر ځله له امنیتي ستونزو سره مخ شوي، امنیتي ځواکونه ګمارلي دي.

نن دوشنبه د محرم د میاشتې دوهمه نېټه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په محرم میاشت په ځانګړي ډول لومړیو لسو ورځو کې چې د شیعه ګانو په تکیه خانو او عبادت ځایونه کې ګڼه ګونه ډېره وي، د امنیتي تدابیرو د نیولو خبره په داسې حال کې کوي چې مخکې تر دې په دغه میاشت او له دې پرته هم د افغان شیعه ګانو د راټولېدلو پر مرکزونو چاودنې او انتحاري حملې شوې دي.

د دغو حملو مسؤلیت ډېر ځله د اسلامي دولت ډلې داعش په غاړه اخیستی دی.

وروستۍ حمله چې په کابل کې د زمري د میاشتې په ۲۶مه د شهر دُبۍ په هوټل کې د یوه واده په مراسمو وشوه، ۸۰ کسان په کې ووژل شول او ۱۶۰ نور ټپیان شول.

خو د امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستاني وايي، پکار ده چې په محرم میاشت کې د شیعه ګانو د تکیه خانو او جوماتونو د ښه امنیت په هدف کشفي او اسخباراتي ځواکونه ډېر فعال شي.

په هرات ولایت کې د عاشورا د مراسمو یو انځور
په هرات ولایت کې د عاشورا د مراسمو یو انځور

دی وایي: د پولیسو حضور دې کم کړي، کشفي او استخباراتي بنسټونه دې ډېر فعال کړی شي، ځکه مونږ په دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست کې دا بنسټونه لرو، په ځانګړي ډول د ملي امنیت ریاست کولی شي چې خپل مخفي کسان زیات کړي او کومې تلاشۍ چې په دغو محفلونو کې کېږي، دا کار دې خپله د سیمې خلکو ته پرېږدي، یا هغو شوراګانو ته چې په یادو سیمو کې جوړې شوې دي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې هم راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په داسې حال کې چې د امنیتي سکټور مسؤلینو هم برخه درلوده، له یو شمېر شیعه عالمانو سره کتلي او د محرم لسیزې د امنیت د تینګښت په اړه یې چارواکو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

XS
SM
MD
LG