د طالبانو د حکومت کابل امنیه قوماندانۍ مني چې تېر ماښام د کابل ښار خیرخانې سیمه کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
خو ځینو نورو سرچینو د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زیات ښوولی دی او وايي ممکن د مړو شمېر لا پسې زیات شي.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې په جوماتونو او نورو عبادتځایونو کې دا ډول خونړۍ حملې شوې دي.
زموږ همکار د افغانستان له پېژندل شوي دیني عالم قاضي لودین څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، چې ولې په جوماتونو کې چاودنې کېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: