د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

طالبان نن له افغانستانه 'د ټولو نړيوالو ځواکونو' د وتلو ورځ نمانځي


کابل کې يو شمېر طالب عسکر
کابل کې يو شمېر طالب عسکر

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن چهارشنبې عمومي رخصتي اعلان کړې او له دې هېواده د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو په مناسبت يې ځانګړي مراسم په پام کې نیولي.

مخکې له دې چې د ۲۰۲۱ کال په دېرشمه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان دوه اوونۍ مخکي کابل ته ننوتل او د نړیوالو ملاتړی پخوانی جمهوري نظام ړنګ شو.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا نژدې شل کلنه جګړه هم پای ته ورسېده.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه په افغانستان او امریکا کې د ننه له مختلفو لورو ډېر انتقادونه هم شوي دي.

طالبانو چې د نړیوالو ځواکونو له بشپړ وتلو دوه اوونۍ مخکې یعنې د زمري په ۲۴مه کابل ته ننوتي و، هم دا ورځ د خپلې بریا په ویاړ عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه چې نن به له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل په څه ډول لمانځي نور جزیات نه‌دي ورکړي خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې یوازې دومره ویلي، نن به په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بشړ وتل د هغه تړون یوه عمده برخه وه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی دی.

خو یو عمده انتقاد چې په تېره بیا اکثره افغانانو د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر پر څرنګوالي کړی هغه دا دی چې، له وتلو مخکې یې باید په کابل کې د نړیوالو د ملاتړي حکومت او طالبانو ترمنځ یو جوړ جاړی شوی وای.

د سیاسي چارو د نظر خاوند احمد سعیدي وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره په دې هېواد کې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شوې.

هغه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، امریکایان له افغانستانه په غیر مسؤلانه ډول ووتل.

احمد سعيدي
احمد سعيدي

ښاغلی سعيدي وايي: "زما په باور له افغانستانه د امریکایانو غیر مسؤلانه وتل یو ناسنجول شوی کار و، هغه څه چې په تېرو شلو کلونو کې لاس ته راغلي و، هغه له لاسه لاړل. فقر، بې‌وزلي، کړاوونه، بې بندوباري او کډوالۍ بېرته په افغانستان واکمن شوي دي."

یوه جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره د طالبانو او د افغانستان د پخواني حکومت د استازیو ترمنځ د سولې د ټکنیو خبرو نتیجې ته تېر کال ناهیلۍ هغه مهال زیاتې شوې چې طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو په چټکۍ د سیمو کنټرول په لاس کې واخیست.

په امریکا کې دننه په تېره د جمهوري غوښتونکو د ګوند د غړیو له‌خوا هم له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پر پرېکړې ډېر انتقادونه شوي او دغه بهیر یې له تېروتنو ډک بللی دی.

یو کال مخکې بایډن ټول ځواکونه له افغانستانه و ایستل

په دې ترڅ کې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مککاول له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په مناسبت پرون سې شنبې په یوه بیان کې وویل، دا به د ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ پر میراث یو داغ وي.

هغه وویل: "یو کال مخکې بایډن ټول ځواکونه له افغانستانه و ایستل او په زرګونو امریکایي اتباع، زموږ له سل زرو زیات افغان متحدان او دغه راز یې د څه باندې اوه ملیارډ ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات تر شا پرېښودل چې د ده په خبره دا په نړۍ کې د امریکا د مشرتابه لپاره د عطف یوه نقطه او د ولسمشر بایډن پر میراث یو داغ دی."

ښاغلي مککاول له امریکایي سي بي اس ټلوېزیون سره په وروستۍ مرکه کې هم پر سپینې ماڼۍ ورته انتقاد وکړ او ویې ویل: "ډېرې تېروتنې شوي. یوه لویه تېروتنه چې مې ورسره په ژوند کړې هغه په پټو غونډو کې ګډون او د استخباراتي ټولنو څرګندونو ته غوږ نیول و چې ویل به یې، وضعیت د سقوط خوا ته روان دی او ژر به سقوط وکړي. پوځ هم وروسته ورته څرګندونې کولي خو سپینې ماڼۍ وضعیت ډېر ښکلی انځوراوه. هلته په ځمکه کې د وضعیت په اړه د استخباراتو او سپینې ماڼۍ ترمنځ اړیکه پرې شوې وه."

هلمند ولايت کې يو شمېر امريکايي پوځيان
هلمند ولايت کې يو شمېر امريکايي پوځيان

امریکایي وروستي سرتېري د اګست په دېرشمه له افغانستانه ووتل او دغه جګړه‌ ځپلی هېواد یې د طالبانو واکمنۍ ته پرېښود.

د هغو واکمنۍ ته چې حکومت یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د چارو اکثره کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور دې ته زمینه برابره کړې وه چې، د نړیوالو د مالي مرستو پر مټ په دې هېواد کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه ونه دریږي.

خو له تېر کال راهیسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له ډېرو سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو په وینا د دې هېواد نژدې ټول وګړي د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌لري.

XS
SM
MD
LG